ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې

په هلمند کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې

author avatar
14 Oct 2018 - 16:11
په هلمند کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې
author avatar
14 Oct 2018 - 16:11

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٧):  د عامې روغتيا وزارت وايي چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پوليو يا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.

د ياد وزارت له خوا د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نوزاد ولسوالۍ کې له بده مرغه یو ۴ کلن هلک فلج شوى دى.

سرچينې زياته کړې،  په روان زېږدیز کال کې د پولیو له دې وروستۍ مثبتې پېښې سره د دغو پېښو شمېر په سوېل حوزه کې ۱۱ ته او په ټول افغانستان کې ۱۶ ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اته پېښې يواځې په کندهار ولايت کې، دوه په هلمند، یوه په اروزګان، درې په کونړ او دوه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت ويلي، د لومړنیو راپورونو له مخې، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ ياد ماشوم ته د پولیو ورځنی وقایوي واکسین  د خپلې کورنۍ له خوا نه و تطبیق شوی او څرنګه چې تمه کېږي د کمپاینونو په ترڅ کي هم د پولیو واکسین په لازم دوز باندې نوموړي ماشوم ته نه دی تطبیق شوی.

سرچينې ويلي، هڅې روانې دي څو د کارپوهانو یو ټیم سیمې ته ولاړ شي او د دې پېښې په اړه او د مرضي ویروس خپرېدو د مخنيوي په خاطر خپلې څېړنې هلته ترسره کړي.

د یادولو ده، له شپږو میاشتو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونه په دې سیمه کې د مسلحو مخالفینو له خوا بند شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.