ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني نوماندان په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره د ځینو سیمو نا امنه کول غواړي

ځيني نوماندان په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره د ځینو سیمو نا امنه کول غواړي

author avatar
14 Oct 2018 - 15:20
ځيني نوماندان په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره د ځینو سیمو نا امنه کول غواړي
author avatar
14 Oct 2018 - 15:20

چاريکار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د پروان د ولسي جرګې ځينو نوماندانو ادعا کړې چې یو شمېر نوماندان له دولتي امکاناتو د استفادې تر څنګ غواړي چې په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره ځينې سیمې نا امنې کړي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې د روانې میاشتې (تلې) په ۲۸مه ترسره شي.

نن له پروان ولایته د ولسي جرګې شپږو نوماندانو (عبدالظاهر سالنګي، محمداګل مجاهد، محمد شفیع مشفق، حسیبا عفت، وحیده پاینده او مجاهد موحد ابراهیمي) د پروان په مرکز چاریکارو کې ګډې خبري ناستې ته وویل چې ځيني نوماندان غواړي ټاکنې مهندسي کړي.

سالنګی ادعا کوي چې ځیني نوماندان غواړي په ټاکنو کې سازمان شوې لاسوهنه وکړي.

هغه وویل: ((یو شمېر متخصصین د درغلۍ په برخه کې تصمیم لري چې د ټاکنو بهیر ته بدلون ورکړي، د خلکو پاکې رایې له ناپاکو رایو سره ګډې کړي.))

دغه راز د نوموړي په خبره، ځيني نوماندان تصمیم لري چې د سیمو په نا امنه کولو په ټاکنو کې درغلۍ ته زمینه برابره کړي.

بل نوماند محمداګل مجاهد هم ورته څرګندونې درلودې او زیاته یې کړه چې د ځینو نوماندانو له خوا له دولتي امکاناتو استفاده بل هغه ټکی دی چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

هغه وویل: ((له ځينو نوماندانو د یو شمېر دولتي ادارو ملاتړ موجود دی، سربېره پر دې چې په حکومت کې دنده لري په عملي ډول له دولتي امکاناتو څخه په استفاده ځي د نوماندانو په ټاکنیز کمپاین کې ګډون کوي، د نوماند په ګټه کار کوي او نور کاندیدان رټي او توهینوي یې، ځیني هغه کسان له دندو  لرې کوي چې نوماندانو ته د کمپاین علاقه نه لري.))

خو د پروان والي فضل الدین عیار وویل چې دغه ډول ادعاوې باید مستندې وي څو اړوند ارګانونه په دې برخه کې اقدام وکړي.

هغه وویل: ((که دولتي مسوولین په ځانګړي ډول امنیتي بنسټونه په ټاکنو کې بېطرفانه کار ونه کړي او په ټاکنو کې لاس وهنه وکړي له دندو منفک کېږي.))

د هغه په خبره، له هغه کسانو سره قانوني چلند کېږي چې په ټاکنو کې د قانون خلاف کار او درغلي وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.