د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځیني سناتوران د سولې په اړه د خلیلزاد وروستیو هڅو هیله من کړي

ځیني سناتوران د سولې په اړه د خلیلزاد وروستیو هڅو هیله من کړي

Oct 14, 2018 - 16:40

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د مشرانو جرګې ځينې غړي د خليلزاد له خوا د سولې وروستيو هڅو ته هيله من دي او د ملي يووالي ستره مجمع (ميسم) د جوړېدو هڅې ستايي، خو پر ټاکنيزو کمپاينونو بريدونو اندېښمن کړي دي.

د سولې وروستۍ هڅې

افغان الاصله امريکايى زلمی خلیلزاد د تېرې مياشتې په لومړيو کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى وټاکل شو.

د راپورونو له مخې، خليلزاد په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او ځينو نورو سياستوالو سره تر کتنې وروسته د سولې د هڅو په موخه په پاکستان، سعودي عربستان او قطر کې له دولتي چارواکو سره لیدنې درلودې او د تېرې جمعې په ورځ يې قطر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره هم خبري کړي دي.

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې په دې اړه وويل: "په افغانستان کې د امريکا او روسيې، هند او پاکستان، ايران او عربو جګړه ده؛ په داسې وخت کې د زلمي خليلزاد راتګ په نيک پال نيسو او دا چې خليلزاد هم په خټه افغان دی، هيله من يو چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره له زړه هڅې وکړي."

د دې جرګې بل غړي نظرمحمد فقيري هم د سولې په خبرو کې د خليلزاد رول مهم ګني او زياتوي: "موږ د سولې په خبرو کې د خليلزاد هڅې بې پايلې نه ګورو، دا موقع رارسېدلې چې طالبان او حکومت د سولې د خبرو او جګړې د ختمېدو په موخه خپلې وروستۍ هڅې وکړي او دغه موقع له لاسه ورنه کړي."

هغه زياته کړه، افغانان له جګړې ستړي دي او هره ورځي افغانۍ کورنۍ د وير په ټغر ناستې وي، نو د افغانانو لومړۍ او وروستۍ هيله په افغانستان کې د سولې ټينګښت دی.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادی مسلميار هم هېواد کې د سولې لپاره د خليلزاد هڅې ګټورې وبللې او ويې ويل: "دا چې امريکا زموږ پر يو افغان مشر او سپين ږيري دا باور کړی چې دی به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره موثر وي؛ موږ هم هيله مند يو ځکه خليلزاد دا چې د هر هېواد پاسپورټ لري خو په خټه افغان دی."

دی وايي، دا چې خليلزاد د افغانستان له ټولو قضاياوو ښه خبر دی نو په ښه ډول کولای شي د روانې ستونزې حل لار ولټوي او روان ناورين ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ملي يووالي ستره مجمع (ميسم)

ميسم درې ورځې وړاندې په کابل کې د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې د يو شمېر ګوندونو او مدني ټولنو د سلګونو تنو په ګډون په يوه غونډه کې جوړه شوه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په دغه غونډه کې وويل چې دغه مجمع د نورو سياسي موخو تر څنګ د سولې ټينګښت په موخه رامنځته شوې او کېداى شي واحد ټاکنيز ټکټ ولري او نوماند غوره کړي.

په مشرانو جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي مولوي محي الدين منصف نن د مشرانو جرګې په ناسته کې د سولې د هڅو په موخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار هڅې وستايلې او ويې ويل:"تيره پنجشنبه جناب حکمتيار او د نورو سياسي ګوندونو مشرانو چې د مسيم تر نامه ناسته لرله ډېر ګټوره ناسته وه او د سولې د ټينګښت، ټاکنو، امنيت او د هېواد په نورو مهمو موضوعاتو کې سازنده طرحې او وړانديزونه لرل؛ اړينه ده چې حکومت هم په دې برخه کې توجه وکړي."

هغه هيله مندي وښوده چې ورته ناستې دوام وکړي او افغانستان د "روانې کشالې" لپاره اړينې طرحې جوړې کړي.

د مشرانو جرګې غړې طيبه زاهدي هم د مسيم ناسته وستايله او ويې ويل: "جهادي مشران لا هم د خلکو په منځ کې ځانګړي ځای لري او کولای شي د هېواد د روانو ستونزو لپاره عملي کېدونکې کړنلارې جوړې کړي."

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د سولې د ټينګښت په اړه د حزب اسلامي د مشر او نورو سياسي ګوندونو هڅې وستايلې او ويې ويل چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه بايد ملي اجماع رامنځته شي.

هغه وويل: "سوله د خلکو غوښتنه ده، افغانان له جګړو ستړي دي، موږ له طالبانو او حکومتي چارواکو غواړو چې په دې برخه کې له اخلاصه کار واخلي او دواړه خواووې په داسې طرحو کار وکړي چې له مخې يې واقعي سولې ته ورسېږو."

پر ټاکنيزو کمپاينونو بريدونه

نن د مشرانو جرګې په غونډه کې د جرګې غړو پر ټاکنيزو موخو بريدونه وغندل او هغه يې د اندېښنې وړ وبلل.

د ولسي جرګې ټاکنې د روانې (تلې) مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي.

د دې ټاکنو لپاره له نومليکنې تر اوسه په هېواد کې پر ټاکنيزو مرکزونو او يو شمېر نوماندانو وسله وال بريدونه شوي چې له امله يې د ولسي جرګې نهه نوماندان وژل شوي او سلګونو نورو کسانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې وروستی بريد تېره ورځ له غرمې وروسته د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندۍ نظيفه بېک د کمپاين پر غونډې شوى چې له امله يې شاوخوا ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.

د مشرانو جرګې غړي امان الله عظيمي، دغه بريدونه وغندل او ويې ويل: "په دې وروستيو کې پر نوماندانو او د هغوى پر کمپاينونو بريدونه ډېر زيات شوي او ګڼو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې نور د زغم وړ نه دي."

دی زياتوي، د هېواد دښمنان نه غواړي چې افغانان په ډموکراټيکو پروسو کې په پوره ډاډ سره ګډون وکړي او غواړي د خلکو روحيه ووژني.

د دې جرګې بل غړي محمدافضل شامل هم وويل چې د ولسي جرګې پر نوماندانو او د هغوی پر ټاکنيزو کمپاينونو بريدونه ډېر شوي، خو امنيتي ادارو يې د مخنيوي په برخه کې اړين اقدامات نه دی کړي.

هغه وويل: "دا سمه ده چې موږ د طالب او داعش تر نامه لاندې وسله وال دښمنان لرو خو زه فکر کوم چې د تخار پېښه بل هغه چا کړې چې له يادې نوماندې سر ناسالمه سيالي لري."

د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلميار هم پر ټاکنيزو کمپاينونو بريدونه ډېر شوي او حکومت ملکف دی چې د ولسي جرګې د نوماندانو د سياليو امنيت خوندي کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement