کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د مشرانو جرګې ځينې غړي د خليلزاد له خوا د سولې وروستيو هڅو ته هيله من دي او د ملي يووالي ستره مجمع (ميسم) د جوړېدو هڅې ستايي، خو پر ټاکنيزو کمپاينونو بريدونو اندېښمن کړي دي.
د سولې وروستۍ هڅې
افغان الاصله امريکايى زلمی خلیلزاد د تېرې مياشتې په لومړيو کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى وټاکل شو.
د راپورونو له مخې، خليلزاد په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او ځينو نورو سياستوالو سره تر کتنې وروسته د سولې د هڅو په موخه په پاکستان، سعودي عربستان او قطر کې له دولتي چارواکو سره لیدنې درلودې او د تېرې جمعې په ورځ يې قطر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره هم خبري کړي دي.
د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې په دې اړه وويل: "په افغانستان کې د امريکا او روسيې، هند او پاکستان، ايران او عربو جګړه ده؛ په داسې وخت کې د زلمي خليلزاد راتګ په نيک پال نيسو او دا چې خليلزاد هم په خټه افغان دی، هيله من يو چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره له زړه هڅې وکړي."
د دې جرګې بل غړي نظرمحمد فقيري هم د سولې په خبرو کې د خليلزاد رول مهم ګني او زياتوي: "موږ د سولې په خبرو کې د خليلزاد هڅې بې پايلې نه ګورو، دا موقع رارسېدلې چې طالبان او حکومت د سولې د خبرو او جګړې د ختمېدو په موخه خپلې وروستۍ هڅې وکړي او دغه موقع له لاسه ورنه کړي."
هغه زياته کړه، افغانان له جګړې ستړي دي او هره ورځي افغانۍ کورنۍ د وير په ټغر ناستې وي، نو د افغانانو لومړۍ او وروستۍ هيله په افغانستان کې د سولې ټينګښت دی.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادی مسلميار هم هېواد کې د سولې لپاره د خليلزاد هڅې ګټورې وبللې او ويې ويل: "دا چې امريکا زموږ پر يو افغان مشر او سپين ږيري دا باور کړی چې دی به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره موثر وي؛ موږ هم هيله مند يو ځکه خليلزاد دا چې د هر هېواد پاسپورټ لري خو په خټه افغان دی."
دی وايي، دا چې خليلزاد د افغانستان له ټولو قضاياوو ښه خبر دی نو په ښه ډول کولای شي د روانې ستونزې حل لار ولټوي او روان ناورين ته د پای ټکی کېښودل شي.
د ملي يوو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن