ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت په ټول هېواد کې پر ۲۰۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او سره وېشي

کرنې وزارت په ټول هېواد کې پر ۲۰۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او سره وېشي

author avatar
14 Oct 2018 - 15:52
کرنې وزارت په ټول هېواد کې پر ۲۰۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او سره وېشي
author avatar
14 Oct 2018 - 15:52

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنیزو اصلاح شوو غنمو د ۳۴ معتبرو تولیدي شرکتونو ترمنځ د ۴۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د غنمو د ۱۰زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخم چمتو کولو او وېشلو تړون لاسلیک شو.

د یاد تړون په لاسلیکغونډه کې چې نن (د تلې ٢٢مه) په کابل کې جوړه شوه وه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت غفوري وویل، دا لومړى ځل دى چې د کرنې وزارت پر وخت او د کرکېلي په موسم کې بزګرانو لپاره د غنمو ۱۰زره مټریک ټنه اصلاح شوی تخم برابروي.

هغه زیاته کړه: «د غنمو ۱۰زره مټریک ټنه اصلاح شوی تخم او ۲۰زره مټریک ټنه له یوریا کیمیاوي سرې سره یو ځای پر بزګرانو وېشل کېږي.»

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستيال وايي، دغه تخم ټول د اصلاح شوي تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو له خوا په کور دننه تولید شوي دي.

غفوري وويل، د دغو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې په وېشلو سره به د بزګرانو په کرنیزو محصولاتو کې ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیاتوالی راشي.

د هغه په وينا، د کرنې وزارت د کړنلارې پر اساس به هر یوه بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکړل شي.

د يادونې ده، څه موده مخکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کانونو او پټرولیم له وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې کرنې وزارت د مزارشریف د سرې او برېښنا له شرکت څخه ۲۰زره مټریک ټنه کیمیاوي سره وپېرله.

د اصلاح شوي تخم د شرکتونو د ملي اتحادیي رییس حاجي سیدعبدالقادر سادات وویل چې د دغو تخمونو وېش دا مرسته کوي چې د بزګرانو د محصولاتو کچه لوړه او د لګښتونو کچه ټيټه شي.

سادات وایي: «د غنمو ۱۰زره ټنه اصلاح شوی تخم ۸۰زره هکټاره ځمکې ته بسنه کوي. څو کاله وړاندې اصلاح شوی تخم دومره وده نه وه کړې او له سیمه ییزو تخمونو ګټه پورته کېده. مخکې به کروندګرو پر هر جریب ځمکه ۳۰ تر ۴۰ کیلوګرامه سیمه ییز تخم شینده خو اصلاح شوی تخم په هر جریب کې ۲۵ کیلوګرامه شیندل کېږي. اصلاح شوی تخم د بزګرانو لپاره ډېر اقتصادي تمامېږي.»

ياد وزارت وايي، دغه اصلاح شوی تخم چې نن یې قرارداد لاسلیک شو، له هغې سرې سره چې د مزارشریف د سرې او برېښنا له شرکته پېرل شوې، یو ځای د کرنې وزارت د کړنلارې له مخې به په فیصدۍ سره په ټول هېواد کې پر ۲۰۰زره بزګرانو ووېشل شي.

د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې له وېش څخه د کرنې وزارت موخه د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی او د کرنیزو تولیداتو په ځانګړې توګه د غنمو د تولیداتو زیاتول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.