ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

کندهار کې پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

author avatar
14 Oct 2018 - 15:59
کندهار کې پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
author avatar
14 Oct 2018 - 15:59

کندهار ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې پر ډيورنډ پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ازغن تار لګولو پر سر نښته پيل شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ وياند ضیاء دراني د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته پاکستاني ځواکونو غوښتل په ښوراوک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښې اغزن سیک ولګوي چې افغان سرحدي ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړه، پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو د دغه کار په غبرګون کې برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

درانى وايي، په جګړه کې تر اوسه چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا، پاکستاني ځواکونو هم مهاله په سپین بولدک کې د دوستۍ دروازه هم تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق پرون پژواک ته ويلي وو چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له خوا د اغزن سیم لګولو ته اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړې وه، پاکستان د ختیځو ولایتونو په څېر په سوېل کې هم پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم غځولو کار پیل کړی خو سرحدي ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((پاکستاني ځواکونو دوې اوونۍ وړاندې د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو کار پیل کړ چې سرحدي ځواکونو لګول شوې پایې لرې کړې او د هغوی د کار مخنیوی یې وکړ.))

خو دی وايي چې د دوی د دغه کار په غبرګون کې وسله والو طالبانو د پاکستان په لارښوونه په سپین بولدک، معروف، ارغستان او ښوراوک کې پر سرحدي ځواکونو پراخ بریدونه وکړل.

د یادونې ده، یو کال مخکې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او جهانګیر سیمو د ملکیت پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

لقمان او جهانګیر کلي د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د سپین بولدک اړوند هغه دوې سیمې دي چې پاکستاني لوري یې د ملکیت دعوه کوله او دغلته یې سرشمېرنه کوله چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.

له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه هم وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.