ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د توغنديو د لګېدو له امله  ١٥ تنه ټپيان شوي

تخار کې د توغنديو د لګېدو له امله ١٥ تنه ټپيان شوي

author avatar
15 Oct 2018 - 18:02
تخار کې د توغنديو د لګېدو له امله  ١٥ تنه ټپيان شوي
author avatar
15 Oct 2018 - 18:02

تالقان (پژواک،٢٣تله٩٧): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د څو توغنديو د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ تنه ټپيان شوي دي.

په شمال کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان مل پاسوال عبدالبشير رشيد د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د ينګي کلا ولسوالۍ په بازار او ځينو نورو سيمو کې د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.

هغه وايي چې د دغو مرميو د لګېدو له امله ١٥ تنه ټپيان شوي چې د شپږو تنو روغتيايي وضعيت   د اندېښنې وړ دى.

ده زياته کړه: (( دغه د هاوان مرمۍ وسله والو مخالفينو توغولي او له کوم ځاى څخه چې  توغول شوي، هغه ځايونه موږ په نښه کړي ډېر ژر به هوايي عمليات پرې ترسره کړو.))

دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې څلور ښځې او يو ماشوم هم ټپيان شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.