کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧): ولسمشر غني په پروان ولايت کې د باریکاب صنعتي او کرنیز پارک او د جبل السراج -نجراب سړک پرانیستل.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوري پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ او د باریکاب صنعتي او کرنیز پارک یې پرانیست.
سرچينه کاږي، غني د باریکاب صنعتي او کرنیز پارک له پرانیستنې وروسته په خپلو خبرو کې وویل، د دغه پارک پرانیسته یو ستر ګام دی او د جوړولو موخه یې دا ده چې افغانستان د میوو او سبزیجاتو پر صادراتي هېواد بدل شي.
نوموړي، هند ته د هوایي دهلیز د اقتصادي ګټو، اروپا ته د صاداراتو د پیل او سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې.
هغه د پایتخت زون او نورو اړوندو ادارو څخه د باریکاب د صنعتي او کرنیز پارک د جوړونې د چټک بهیر د قدرداني ترڅنګ وویل، ژرترژره دې بروکراسي رالنډه او په چټک کار سره دې له خصوصي سکتور سره د باور فضا رامنځته شي.
د باریکاب صنعتي او کرنیز پارک په ۱۰۲۵ جریبه ځمکه جوړ شوی او تراوسه ۶۵ نومرې پانګوالو ته وېشل شوي چې ۳۴۰ نورې نومرې وېشلو ته چمتو دي.
دغه راز ولسمشر غني پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د جبل السراج- نجراب سړک هم پرانیست.
د ارګ په يوې بلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د یاد سړک له پرانیستلو وروسته د پروان او کاپیسا ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د دې سړک پرانیسته د پروان او کاپیسا د خلکو او کرنیز پیداوار د لېږد لپاره زیات ارزښت لري.
نوموړي په کاپیسا ولایت کې د بریاليو عملیاتو په خاطر له امنیتي او دفاعي قواوو مننه وکړه او ويې ویل، د بګرام له څلورلاري څخه تر جبل السراج پورې د سړک جوړولو د تدارک کار هم تر یوې اوونۍ بشپړېږي.
سرچينه زياتوي، د جبل السراج ــ نجراب سړک د ۵۰ کیلومتر په اوږدوالي په دوو برخو کې بشپړ شوی چې دویم فاز یې د ۲۷،۵ کیلومترو په اوږدوالي له محمودراقي څخه تر نجراب پورې مخکې پرانیستل شوی و او لومړی فاز یې د ۲۲،۴۸ کیلومترو په اوږدوالي له جبل السراج څخه تر محمودراقي پورې نن د جمهورريیس له لوري تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه راز ولسمشر د جبل السراج ماڼۍ د بیارغونې کاري بهیر څخه د ليدنې پر مهال وویل، د پروان د خلکو د غوښتنو پر بنسټ يې لارښوونه کړې چې د جبل السراج تاریخي ماڼۍ چې زموږ د ویاړونو او سترو فرهنګي میراثونو یوه برخه ده، احیا او بیاورغول شي.
غني له مسوولینو څخه د یادې ماڼۍ د بیارغونې د بهیر د چټکتیا او د غازي امان الله خان د دورې د ټولو اثارو د احیا په خاطر له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه، ويې ویل: "هیله لرم راتلونکی کال چې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۰ کالیزه نمانځو د ۴۰ کلن بحران او جګړې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ د خلکو د استفادې پر وړ ځایونو بدلې شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن