کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧): ولسمشر غني په پروان کې د يوه جامع جومات جوړولو د ژمنې ترڅنګ د کرنیزو تولیداتو پر معیاري بسته بندۍ او صادراتو ټینګار وکړ.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پروان د ولایتي شورا غړو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د ولایتي شورا استازو د پوهنې، لوړو زده کړو، د بورسیو د ورکړې، د بګرام د بازار او سړک او د چاریکارو د سړک د انکشاف، ځوانانو ته د کار موندنې، ولسوالیو ته د برېښنا او د یوه جامع جومات د جوړولو په اړه خپل وړانديزونه او ستونزې له ولسمشر سره شریک کړل.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د پروان د خلکو د ملاتړ مننه و کړه، ويې ویل، په داسې حال کې چې اوس له منځنۍ اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده، پروان له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.
نوموړي د جامع جومات د جوړولو په اړه د ولایتي شورا د استازو غوښتنې ته په اشارې وویل، په پروان ولایت کې به د معمارۍ په ځانګړي سبک د ټولو امکاناتو لرونکی جامع جومات جوړ شي.
دغه راز هغه د کرنیزو تولیداتو پر معیاري بسته بندۍ او صادراتو ټینګار وکړ، ويې ویل، افغانستان اوس د ځمکې او هوا له لارې د هند، منځنۍ اسیا او اروپا بازارونو ته لاسرسی لري او باید زموږ محصولات په لوړ معیار پروسس او بسته بندي شي.
له بلې خوا، ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې نن د دغه ولایت امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د کتنې پرمهال د پروان د عمومي امنیتي وضعیت او د ولسي جرګي د ټاکنو امنیت ته د چمتووالي په اړه د هغوی د اجرااتو راپور واورېد.
دغه مطلب په هغې جلا خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، د پروان ولایت امنیتي مسوولینو ولسمشر ته د عمومي امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، په دې ولایت کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه عالي محاربوي مورال لري او تل د دښمن د دسیسو په له منځه وړلو کې همغږي او همکاري لري.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا وستایله او د لویو لارو د ترافیکو پر سم مدیریت، د بګرام د امنیت او د سالنګ د بدیلې لارې لکه پروان – بامیان او دوشي – بامیان د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.
نوموړي د پروان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پر وخت اکمال او تجهیز د ټینګار ترڅنګ د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د تامین په برخه کې لازیاته همغږۍ او ګډې هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن