ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د دوستۍ دروازه د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته

پاکستان د دوستۍ دروازه د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته

author avatar
15 Oct 2018 - 17:55
پاکستان د دوستۍ دروازه د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته
author avatar
15 Oct 2018 - 17:55

کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): پاکستان د سپین بولدک- چمن لار د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته، خو د موټرو پر مخ لا هم تړلې ده.

له همدې امله دواړو غاړو ته په مېوو، خوراکي توکو او نورو مالونو بار لسګونه موټر بند پاتې دي چې سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

چارواکي وايي، پاکستاني لوري تېره ورځ له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې هغه مهال د سپین بولدک- چمن لار وتړله چې افغان سرحدي ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو مخنیوی وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته پاکستاني ځواکونو غوښتل د ښورابک ولسوالۍ اړوند د سرو څاهانو په ساحه کې پر ډیورنډ کرښې اغزن تار وغځوي چې افغان سرحدي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

 

هغه زیاته کړه، پاکستاني ځواکونو په غبرګون کې پر افغان ځواکونو برید وکړ او د دواړو لورو تر منځ جګړه ونښته چې تر ماښامه روانه وه.

دی وايي، په جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېره یې معلومه نه ده.

دراني وویل، پاکستاني ځواکونو هم مهاله په سپین بولدک کې د دوستۍ دروازه هم وتړله چې خلک او سوداګر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي، نن جګړه نشته او پاکستاني لوري د اغزن تار غځولو کار هم درولی، خو سرحدي ځواکونه د پاکستاني ځواکونو د هر ډول غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني لوري د سپین بولدک- چمن لار تېره ورځ له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې تړلې وه، خو نن غرمه ۱۲ بجې یې یوازې د پلي تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه خو د موټرو پر مخ لا هم لار تړلې ده.

دی وايي، پاکستاني لوري ورسره اړیکې نیولي او ورته ویلي یې دي چې د جګړې په غبرګون کې یې لار تړلې ده.

د ده په خبره، پاکستاني لوري دغه ټرانزیټي لاره په داسې حال کې تړلې ده چې جګړه ۵۰ کیلومتره لرې په ښوروابک ولسوالۍ کې شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.