ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمد ولي هوتک: وسله والو زما د تښتولو هڅه کوله

احمد ولي هوتک: وسله والو زما د تښتولو هڅه کوله

author avatar
15 Oct 2018 - 09:31
احمد ولي هوتک: وسله والو زما د تښتولو هڅه کوله
author avatar
15 Oct 2018 - 09:31

 

کابل (پژواک، ۲۳ تله ٩٧) : د ازادو سياليو ملي اتل احمد ولي هوتک وايي چې وسله والو د ده د تښتولو هڅه کوله، خو  وسله والو د ده د مقاومت پر مهال پرې د چاقوګانو ګوزارونه وکړل او دى يې سخت ټپي کړ.

ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د کابل د بګراميو ولسوالۍ اړوند د حسين خېلو په سيمه کې د هوتک د کور ترڅنګ پر هغه بريد کړى و.

هغه چې اوس د کابل ښار د ملي امنيت په روغتون کې تر درملنې لاندې دى، د تلې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل : ” تېره شپه کور ته روان وم، چې پنځه کسان مې د موټر مخې ته ودرېدل او ډزې يې وکړې، ما هڅه و کړه چې ترې وتښتم، خو موټر وياله کې وغورځېد او چپه شو.”

هوتک وايي، کله چې له موټر ښکته شو، يادو کسانو پرې د چاقوګانو په وسيله بريد وکړ چې ګېډې په لاندې برخه او د سر په برخه کې يې ټپي کړ.

هغه زياتوي، بريدګر يې پخوا نه وو ليدلي، هغوى هڅه کوله چې دى وتښتوي، خو دده د مقاومت له امله پاتې راغلل.

نوموړي وويل، پر هېچا نېغ په نېغه دعوه نه لري، خو له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې دا پيښه سمه وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

هوتک زياتوي، دغه کار د هېواد او په ځانګړې توګه دافغانستان د ورزش د دښمنانو له خوا ترسره شوى  چې نه غواړي هېواد د ورزش په برخه کې پرمختګ وکړي.

هغه وايي :” زه د روغتون له کټ څخه خپله مينه والو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې زه به خپلې لوبې ته ادامه ورکوم، څو پورې چې مې په بدن کې ساه وي، د خپل هېواد لپاره به خدمت کوم.” 

ټاکل شوې وه چې روانه اوونۍ کې احمد ولي هوتک په مسکو کې له خپل روسي سيال سره سيالي ترسره کړي.

هوتک پرون په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي و، چې په امريکا کې تر شپږو مياشتو تمريناتو وروسته هېواد ته راغلى او له دې ځايه به مسکو ته ځي.

پر احمد ولي هوتک بريد د چارواکو او مينه والو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د هېواد اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله فيسبوک کې پاڼه کې ليکلي، چې پر دې پېښې سخت خواشينى شوى  او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه کړې چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت د کابل پوليسو او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو ته لارښوونه کړې چې ددې پېښې عامل ژر تر ژره پيدا کړي.

د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر ددې بريد دغندلو ترڅنګ وړانديز کړى چې په خپل لګښت غواړي د احمد ولي هوتک درملنه وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.