ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل

تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل

author avatar
15 Oct 2018 - 16:03
تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل
author avatar
15 Oct 2018 - 16:03

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٧): ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ تړونونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې پر ۱۸ تدارکاتي موردو هر اړخیز بحث وشو چې په پايله کې د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت لاندې ۱۳ پروژې منظورې شوې:

· د فوایدعامې وزارت اړوند د کابل ښار د کمپنۍ له پله څخه تر ميدان‏ ښار دراني بازار پورې د لومړۍ برخې د دوهم لین د سړک د جوړولو د پروژې د قرارداد ورکړه؛

· د کلیو او پراختیا وزارت اړوند په مشروط ډول د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د دې منډا څخه تر عباس‏خېلو پورې د اته کيلو متر په اوږدوالي د سړک د جوړولو او قیرولو د قراداد د ورکړې پروژې منظورېدل؛

·  د فواید عامې وزارت اړوند د ۱۱،۹ کیلومترو په اوږدوالي د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بازار د سړکونو د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛

· د فواید عامې وزرات اړوند د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړولو د پروژې د دویم لاټ د قرارداد د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛

· د فواید عامې وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د ۶۰۰ بستریز سیمه‎‎ییز روغتون د ودانۍ جوړولو د پروژې د قراردا د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛

·  د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد، مالي ملاتړ او چارو اداري لوی ریاست اړوند د دارالامان د تاج بېګ ماڼۍ د بنسټیز ترمیم د پروژې، د کابل د څرخي پله د زندان د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د پروژې، د څرخي پله زندان د پراختیايي پروژې او د همدې ریاست اړوند یو مرمۍ ضد لنډکروزر د ورکړې د منظورۍ وړانديزونه؛

·  د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغان ټېلیکام شرکت د شپږو زونونو د سایټونو او ترانسپورټ د اړتیا وړ تېلو د برابرولو او تدارک د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛

· د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه تبلیغاتي موادو د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛

·  د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۳۸ قلمه مفروشاتي توکو دقرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.