ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حضرت ځاځي د کرکټ په افغان غوره ليګ سياليو کې ريکارډونه جوړ کړل

حضرت ځاځي د کرکټ په افغان غوره ليګ سياليو کې ريکارډونه جوړ کړل

author avatar
15 Oct 2018 - 11:17
حضرت ځاځي د کرکټ په افغان غوره ليګ سياليو کې ريکارډونه جوړ کړل
author avatar
15 Oct 2018 - 11:17

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧) : د کرکټ افغان ليګ سياليو په لړ کې د کابل لوبغاړي حضرت الله ځاځي ريکارډونه جوړ کړل.

د متحده عربي اماراتو په شارجې کې د افغان غوره ليګ روانو سياليو په ترڅ کې پرون د کابل ځوانانو او بلخ لېجنډ ترمنځ لوبه ترسره شوه.

ددې لوبې پچه د بلخ لوبډلې ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د بلخ لوبډلې د ويسټ انډيزي لوبغاړي کريس ګيل د طوفاني لوبې له امله ٢٤٤ منډې جوړې کړې ، ګيل د لسو شپږيزو پر مټ ٨٦  تېزې منډې جوړې کړې.

د کابل لوبډلې د ياد لوى هدف ترلاسه کولو لپاره چې لوبه پيل کړه؛ نو حضرت الله ځاځي تېزه لوبه وکړه او د بلخ پر توپ اچوونکي عبدالله مزاري يې په يوه اوور کې په شپږو توپونو شپږ شپږيزې ووهلې.

هغه په ټوليزه توګه د اوو شپږيزو پر مټ په ١٢ توپونو ٥٠ منډې پوره کړې چې د  ملي او  افغان غوره ليګ سياليو په کچه ريکارډ جوړ شو.

نوموړى د نړۍ درېيم لوبغاړى او د افغانستان لومړى لوبغاړى شو، چې په يوه اوور کې يې په شپږو توپونو شپږ شپږيزې ووهلې.

دغه راز حضرت الله ځاځي په شل اووريزو سياليو کې د تېزې پنځوس يزې په وهلو نړيوال ريکارډ هم جوړ کړ.

که څه هم ځاځي تېزه لوبه وکړه او په ١٧ توپونو يې ٦٢ منډې جوړې کړې، خو د کابل لوبـډلې د بلخ لوى هدف ترلاسه نه کړ او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې د د اوو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٣ منډې جوړې کړې او دغه راز بلخ دا لوبه وګټله.

د بلخ لوبډلې پنځو برياوو سره د دې سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.