غزني ښار(پژواک،٢٣تله٩٧): د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د اندړو اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانو نيولې ده، خو د ملي دفاع وزارت بيا دغه څرګندونې ردوي.
ولسي جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ نيولې ده.
هغه وويل: (( ماته خلکو زنګ وهلى و او ويل يې چې د اندړو ولسوالۍ طالبانو نيولې، خو بيا مې چې چارواکو سره اړيکه ونيوله هغوى په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.))
دغه راز په ولسي جرګه کې د غزني بل استازي چمن شاه اعتمادي هم وويل چې د اندړو ولسوالۍ سقوط شوې ده.
هغه وايي چې د نورو ولسواليو هم يواځې مرکزونه له حکومت سره دي، پاتې نورې سيمې يې طالبانو نيولې دي.
ده وويل، که حکومت د غزني امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي يو ځل بيا به دغه ولايت د طالبانو له لوى بريد سره مخ شي.
همدارنګه د اندړو اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې له ډېر وخت راهيسې دغه ولسوالۍ د طالبانو د بريد له جدي ګواښ سره مخ وه.
هغه وايي: ((څو مياشتې وړاندې طالبانو پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ، له هغه وروسته ډېرې سيمې يې د طالبانو په ولکه کې وې.))
د نوموړي په وينا، کومه قوي جګړه نه ده شوې، خو دا مهال د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو په واک کې ده.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند جاوېد غفور بيا وایي چې د غزني د اندڔو ولسوالۍ د سقوط خبرونه بې اساسه دي.
هغه پژواک ته وويل: (( له دې چې د ولسوالۍ تعمیر په ژمي کې د ګټې وړ نه دی او بیارغولو ته اڔتیا لري، د ولسوالۍ اداري او نظامي پرسونل د لنډ وخت لپاره یوازې درې کیلومتره لرې په یو بل موقعیت کې مستقر شوی.
غفور زياتوي چې همدا اوس مهال د ولسوالۍ پخوانی تعمیر هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ولکه کې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن