جلال اباد (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په روزنيز کمپ کې روزل شوي د سيمه ييزې اردو درې ټولي تر روزنيز فراغت وروسته د ننګرهار درېيو ولسواليو ته ولېږل شول.
د چارواکو په وينا، دغه ۳۴۰ کسان به پچيراګام، هسکې مېنې او خوږياڼو ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي.
د سيمه ييزې اردو د دغو تازه روزل شويو کسانو لپاره د تلې په ۲۳مه د ۲۰۱ قول اردو په مقر کې غونډه جوړه شوې وه، چې يادو کسانو ته د بريليکونو د ورکړې سربېره يې خپلو دندو ته د لېږد بهير هم پيل شو.
د سيلاب قول اردو درستيزوال تورن جنرال اسدالله کوهستاني وويل چې د سيمه ييزې اردو دغه سرتېري د پچيراګام، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو اوسېدونکي دي او بېرته په همدغو سيمو کې پر دندو ګومارل کېږي.
هغه هيله وښوده چې دا سرتېري به د ټاکنو په ورځ هم دغو ولسواليو کې د امنيت په ټينګښت کې ډېر ګټور ثابت شي؛ ځکه د همدغو سيمو اوسېدونکي دي او دوست او دښمن په اسانۍ معلومولی شي.
د دغې قول اردو د ښوونې او روزنې مسوول ډګروال رحمت الله وويل، له زده کړو تازه فارغ شوي ۳۴۰ کسان دي، چې په درېيو ټوليو کې به د ننګرهار پچيراګام، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي.
د نوموړي په وينا، دغه کسان له يادو ولسواليو د ولسونو په خوښه انتخاب شوي، درې مېاشتې يې نظامې روزنه ليدلې او تمه شته چې د امنيت ټينګښت کې هم مهم رول ولوبوي.
يار محمد چې تر دې وړاندې يې په ملي اردو کې شپږ کاله دنده ترسره کړې، وايي چې د خپل قوم له لوري دغې دندې ته ټاکل شوی دی.
د نوموړي په وينا، د خپلې ولسوالۍ له هرې سيمې سره بلد دی او له وسله والو سره په ډېرې اسانۍ مقابله کولی شي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم سيلاب قول اردو د لغمان او کاپيسا ولايتونو لپاره د ۲۴۰ کسانو دوه ټولي فارغ کړي، چې اوس عملاً په دغو ولايتونو کې پر دندو بوخت دي.
سيمه ييزه اردو چې د ملي اردو د پخوانيو سرتېرو او سيمې له خلکو جوړېږي، ټاکل شوې د هېواد ګڼ شمېر هغو ولسواليو کې رامنځته شي چې نا امني په کې ډېره وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن