ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سالنګ اوسنى تونل کفايت نه کوي

ولسمشر غني: د سالنګ اوسنى تونل کفايت نه کوي

author avatar
15 Oct 2018 - 18:37
ولسمشر غني: د سالنګ اوسنى تونل کفايت نه کوي
author avatar
15 Oct 2018 - 18:37

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧): ولسمشر غني، وايي د سالنګ اوسنى تونل کفايت نه کوي او د همدې لپاره د نوي تونل د جوړولو په سروې کار روان دى او اړتیا ده چې د بدیلې لارې په توګه د غوربندونو امنیت تامین شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د پروان ولایت له مشرانو سره د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې وکتل.

سرچينه کاږي، دوی د ولسمشر له برنامو او کړنو څخه د ملاتړ کولو ترڅنګ د جبل السراج د سمنټو فابریکې د پراختیا، د چاریکارو ښار د داخلي سړکونو د قیر، د حلقوي سړک د جوړولو، د اوبو د بندونو د جوړولو، د کرنې او فارمونو پراختیا او د ځوانانو لپاره د کار موندنې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

سرچينه زياتوي، ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پروان د ځوانانو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او د دغه ولایت له مشرانو یې وغوښتل چې د سیمه‏‏ییزې اردو په جوړولو کې همکاري او هلې ځلې وکړي.

ده زیاته کړه، منځنۍ اسیا ته د صادراتي دروازې په توګه د پروان ارزښت ته په کتو د سالنګ اوسنی تونل کفایت نه کوي او د نوي تونل د جوړولو په سروې کار روان دی او اړتیا ده چې د بدیلې لارې په توګه د غوربندونو امنیت تامین شي.

نوموړي د تولیدوونکو اتحادیو پر ایجاد ټینګار وکړ، ويې ویل، د اتحادیو په جوړولو سره د پور د ورکړې ستونزه حل کېږي او د پروان ولایت له مشرانو یې وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او پروسس ځانګړی تمرکز  وکړي.

همداراز غني وویل، د جبل السراج د سمنټو او نساجۍ فابریکو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ده او د فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د تُتُم‌درې- د بګرام دوسرکې حلقوي سړک سروې او ډیزاین کړي.

له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې نن د دې ولایت له صنعتکارانو او سوداګرو سره په دې کتنه کې د دوی د امنیت، صنعتکارانو ته د پور د ورکړې د زمینې د برابرولو، د سړو خونو د ایجاد او د سنجددرې صنعتي پارک ته د پاملرنې په اړه د هغوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر له سوداګرو او صنعتکارانو څخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله مننه وکړه، ويې ویل، د پانګوالو او دولت همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط دی.

هغه زیاته کړه، په قوانینو او مقرراتو کې راغلي بدلونونه د پانګونې په برخه کې د زیاتو ستونزو د حل لامل شوی دى.

غني له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو اتحادیې ایجاد کړي چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي.

د هغه په وينا، د افغانستان د برېښنا منظمه شبکه به تر ۱۸ میاشتو وصل او د فابریکو د برېښنا ستونزه حلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.