ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې  ٣٠ ټاکنيز مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

په کندوز کې ٣٠ ټاکنيز مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

author avatar
15 Oct 2018 - 12:00
په کندوز کې  ٣٠ ټاکنيز مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي
author avatar
15 Oct 2018 - 12:00

کندوز(پژواک،٢٣تله٩٧): د کندوز له ٢٢٠ ټاکنيزو مرکزونو څخه يواځې په ٩٨ کې يې نوم ليکنه شوې چې له دې ډلې بيا ٣٠ مرکزونه يې له امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس رسول عمر د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې د نا امنيو له امله د ټاکنو په ١٢٢ مرکزونو کې نوم ليکنه نه ده شوې.

هغه زياته کړه:((په دې ولايت کې ټول ٢٢٠ مرکزونه دي چې له دې شميرې يواځې په ٩٨ مرکزونو کې نوم ليکنه شوې ده.))

د عمر د معلوماتو له مخې، له دې ٩٨ مرکزونو څخه ١٨ له متوسط او ١٢ نور يې بيا له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ده وويل: ((امکان لري چې د امنيتي ګواښ له امله په دې مرکزونو کې ټاکنې هم ترسره نه شي.))

د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس دغه مرکزونه په ګوته نه کړل، خو ويې ويل چې ډېرى يې په ولسواليو کې دي.

د نوموړي په وينا، د رايې ورکولو د ټولو مرکزونو لېست يې له امنيتي ارګانونو سره شريک کړى او هغوى ته يې د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډ ورکړى دى.

په دې اړه له کندوز څخه ولسي جرګې ته نوماند ذبيح الله مجيدي پژواک ته وويل چې امنيتي ستونزو د ټاکنو پروسه ټکنۍ کړې ده.

هغه وايي: (( له اوله هم په ډېرو مرکزونو کې نوم ليکنه ونه شوه اوس نو چې په کومو مرکزونو کې نوم ليکنه شوې، حکومت يې بايد امنيت تامين کړي ترڅو خلک ورشي او رايه وکاروي.))

نوموړي اندېښنه وښوده چې تړل شوي مرکزونه د نوماندانو پر رايو نېغ په نېغه ناوړه اغېز کوي.

ده له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د مرکزونو او رايه اچوونکو د امنيت د تامين لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي حاجي اکبر خياباني پژواک ته وويل چې له کندوز ښار او د ولسواليو له مرکزونو پرته په نورو سيمو کې د ټاکنو ترسره کول ستونزمن کار دى.

هغه واي:((خپله د کندوز  ښار په نږدې سيمو کې نا امني ده او بله دا چې طالبانو هم خلکو ته ويلي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.))

د دغه ولايت ځينو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.

په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک ته وويل، په هغو سيمو کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي چېرته چې د ټاکنو مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ده زياته کړه: (( همدا اوس موږ عمليات پيل کړي، ترڅو حالات نور مال شي او خلک وکولى شي چې د ټاکنو په ورځ په ټاکنو کې برخه واخلي او د پوستو په ځاى پرځاى کولو هم بوخت يو.))

د نورستاني په وينا، هيچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د ټاکنو ملي پروسه له کومې ستونزې سره مخ کړي.

ټاکل شوې چې له نن  څخه پنځه ورځې وروسته د تلې په ٢٨ مه د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.