پلخمري (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د بغلان په مرکز کې د هنر نړيوالۍ ورځې په ياد د لاسي هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د يوې ورځې لپاره جوړ شوى دى.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس عبدالبشیر اظهر خبریالانو ته وویل چې په دغه نندارتون کې ٨٠ هنرمندانو د هنر نړيوالې ورځې په وياړ خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
اظهر زیاته کړه چې بغلان د هنر په ډګر کې تر بلخ او هرات وروسته درېیم ولایت دی چې په کې هنر د پرمختګ په حال کې دی.
هغه وايي: ((په دې ولايت کې د اووه برخو هنرمندان فعالیت کوي چې د سینما برخه یې ترنورو د هیواد په کچه ښې لاسته راوړنې لري.))
په دغه نندارتون کې سینمايي لوبغاړي سید نجیم ګارنټي پژواک ته وويل چې له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د فلمونو د منفي رول هنرمند دى.
هغه وايي: ((تر اوسه مې ۲۶ فلمونه جوړ کړي چې په هر فلم منفي رول لرم، له دې رول څخه زما موخه دا ده چې نورو ته وښايم ترڅو په ژوند کې دغسې منفي کړنې ونه کړي.))
دغه راز یار محمد ساقیوال پژواک ته وویل چې له ۷ کلنۍ عمر راهیسې انځور ګري کوي.
دى وايي: ((پلار مې زه دې هنر ته وهڅولم، د يو کال په موده کې مې زده کړ او دا چې پلار مې طبيعت سره مينه درلوده نو زما ډيره انځورګري د طبيعت په برخه کې ده.))
هغه وايي چې تر اوسه يې د انځورګرۍ لسګونه توکي نندارې ته وړاندې کړي او خلکو خوښ کړي هم دي.
نوموړي د هېواد د هنرونو د پرمختګ لپاره د دغه شان نندارتونونو جوړېدل اړين وبلل.
د يادونې ده، په بغلان کې د تياتر، سینما، انځور ګري، خطاطي، نقاشي او په نورو برخو کې سلګونه ځوانان په هنري فعاليت بوخت دي چې ځينو يې بيا د بهرنيو هيوادونو د هنر په سياليو کې برخه هم اخيستې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن