کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د خبريالانو د ملاتړ صندوق د ولسمشر د پنځو میلیون افغانیو شخصي او د حکومت له بوديجې څخه د لس میلیون افغانیو په مرسته د دویم ځل لپاره پرانیستل شو.
د پژواک د راپور په حواله، د خبريالانو د ملاتړ صندوق د ١٣٩٣ کال د مرغومي په ١٥مه هم پرانيستل شوى و. دغه صندوق چې تردې نېټې څو کاله وړاندې رامنځ ته شوى و، خو د مالي مرستې د نه شتون له امله يې فعاليت نه درلود، څلور کاله مخکې د دې صندوق د پرانيستې پرمهال ويل شوي و، چې په دغه صندوق کې له يو ميليون څخه ډېرې افغانۍ اچول شوې دي.
خو نن د دې صندوق د بيا پرانيستې پرمهال په دې اړه ارګ جوړو شويو مراسمو کې ولسمشر مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د حکومت له لوري دې اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د مرستې کلنی میکانیزم ترتیب کړي.
نوموړي د رسنیو له استازو وغوښتل چې د صندوق د ملاتړ لپاره خپلې غوښتنې او وړانديزونه ترتیب کړي.
هغه زیاته کړه، د صندوق او بیان ازادۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به امکانات برابر شي.
ده د رسنیو پر خاوندانو له دې امله په نیوکې کولو سره چې د کار قانون یې نه دی عملی کړی، له دوی یې وغوښتل چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق په احیا کې ونډه واخلي او د خپلو کارکوونکو بیمه په پام کې ونیسي.
هغه د دې صندوق له لارې د رسنیو د شهیدانو کورنیو ته پر توجه او رسیدګۍ ټینګار وکړ.
ولسمشر په دې برخه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش او خبریالانو د ګډې کمېټې غړو د هڅو مننه او د دغې ورځې ځانګړې ستاینه وکړه، ويې ویل، زموږ اساسي قانون د بیان د ازادۍ، د ملت د وصلولو، د نظام او ولسواکۍ د اساساتو د پیاوړتیا لامل ګرځي.
غني د خبریالانو ګډه کمېټه د کډ کار لپاره بېلګه، هدفمنده او ارزښناکه وبلله او د دولت، رسنیو او خصوصي سکتور پر مشارکت یې ټینګار وکړ.
هغه وړاندیز وکړ، د خبریالانو د شهیدانو لېست دې ترتیب او وړاندې شي، چې واټ او د ازادۍ څلی یې په نوم ونومول شي.
هغه د بیان ازادي د وګړو د حقوقو د تحکیم بنسټ او پراختیا وبلله، ويې ویل، حکومت د بیان ازادۍ سره په تضاد کې نه دی او رسنۍ هم باید خلکو ته ځواب ویونکې وي او له دیني علماوو سره دې رغنده او ګټور بحثونه وکړي.
ده وویل، د مثبتې او منفي ازادۍ ترمنځ باید تفکیک وي، ځکه مثبته ازادي خلکو ته زیان نه رسوي او منفي ازادي نور له خطر سره مواجه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن