د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې اته ښوونځي تړلي دي

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې اته ښوونځي تړلي دي

Oct 16, 2018 - 16:38

جلال اباد (پژواک، ۲۴ تله ۹۷): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د جګړو له امله اته ښوونځي تړلي او د يادو ښوونځيو ودانۍ هم له منځه تللې دي.

دوی وايي، تازه يې دغې ولسوالۍ ته د پوهنې بهير د پياوړتيا هڅې پيل کړې او ټاکل شوې را روان مالي کال کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ ورغول شي.

هسکه مېنه د ننګرهار لرې پرته ولسوالي ده چې شاوخوا څلور کاله په کې د داعش وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې وې.

اوس هم د دې ولسوالۍ لرې پرتې غرنۍ سيمې نا امنه دي او چارواکي وايي، داعش وسله وال په کې مېشت دي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري پژواک اژانس ته وويل، د هسکې مېنې ولسوالۍ اته ښوونځي چې ودانۍ يې د جګړو له امله ړنګې شوې او نا امنې سيمې دي، تړلي دي.

هغه که څه هم وايي چې د يادو سيمو زده کوونکي اوس په نورو سيمو کې جذب شوي؛ خو وايي، په شته ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ډېر دی او اسانتياوې يې کمې دي.

په دې ولسوالۍ کې ټولټال ۲۴ ښوونځي دي چې د پوهنې د رييس په وينا، د اکثرو ښوونځيو ودانۍ ړنګې شوې دي.

شينوارى وايي، اوس يې د شانتي رضاکارې ټولنې په همکارۍ د شپولې د نجونو لېسې لپاره د شپږو درسي خونو او ۱۰ تشابونو د جوړېدو چارې پيل کړې او را روان مالي کال به هم دغلته څلورو نورو ښوونځيو ته ودانۍ ورغول شي.

هغه زياته کړه: ((په پلان کې ده چې ۹۸ مالي کال کې د بندزار، چهاروازۍ، غلنۍ او غوښترۍ ښوونځيو ته ودانۍ ورغول شي او د سرپناه ستونزه يې حل کړو.))

د پوهنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ۱۳۰۰۰ په شاخوا کې زده کوونکي په زده کړو بوخت چې له ډلې يې ۳۸۰۰ انجونې دي او د ۳۶۰ ښوونکو لخوا ورته زده کړې ورکول کېږي؛ خو هېڅ ښځينه ښوونکې نه لري.

دغلته د پاپين، شابوۍ، اغز او مريز تاريخي ښوونځيو په ګډون اته ښوونځي چې ودانۍ يې جګړو کې ړنګې شوې، اوس ټولې تړلې دي.

په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم پژواک ته وويل چې دغلته د نورو ستونزو تر څنګ د پوهنې بهير هم د تېرو څلورو کلونو جګړو سخت ځپلی دی.

دی وايي، د ډېرو ښوونځيو ودانۍ ړنګې شوې او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، چې په اوړي کې د ګرمۍ او ژمي کې د بارانونو او سړو له وجې يې زده کړې نيمګړې وې.

فضل الرحمن چې د شپولې په نوم د يوې لېسې ښوونکی دی. وايي، زده کوونکي يې ډېر کله ځکه ښوونځي ته تر راتګ وروسته بېرته رخصتېږي چې ودانۍ نشته او سيمه سړه ده.

دی وايي: ((د ژمي په موسم کې کله باران شي، کله ساړه ډېر وي، کله يوه او کله بله ستونزه زده کوونکي به په داسې شرايطو کې څه زده کړې وکړي. د کتابونو او نورو درسي موادو نه موجوديت هم لويه ستونزه ده.))

لس کلن عبدالله د همدې لېسې يو زده کوونکی دی، هغه چې تر شنه اسمان لاندې له خپلو ټولګيوالو سره په يوه شکېدلې سترنجې ناست و، وايي، ښوونځی يې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

د کتابونو، درسي موادو، ټولګيو او مسلکي استادانو نه شتون هغه څه دي چې دغه زده کوونکی يې د خپلو زده کړو پر وړاندې خنډونه يادوي.

د ننګرهار د ډيرو لرو پرتو سيمو ښوونځي د جګړو او نا امنيو له امله له ورته برخليک سره مخ دي؛ خو چارواکي وايي، را روان کال به دغه ولايت د ښوونځيو د ودانيو جوړېدو په برخه کې ډير پرمختګ وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement