ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د رایې ورکولو تر نیمايي ډېر مرکزونه تړل شوي

لوګر کې د رایې ورکولو تر نیمايي ډېر مرکزونه تړل شوي

author avatar
16 Oct 2018 - 15:32
لوګر کې د رایې ورکولو تر نیمايي ډېر مرکزونه تړل شوي
author avatar
16 Oct 2018 - 15:32

پل علم (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د لوګر د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ستونزو له امله له ٨٢ مرکزونو ٤٨ يې د رايه ورکوونکو پر مخ تړل شوي دي.

دغه څرګندونې د لوګر د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالرحمن محبت د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل چې په دغه ولايت کې بايد د ټاکنو ٨٢ مرکزونه فعال شوي واى خو د نا امنیو له مله دغه شمېره ٣٤ ته را ټيټه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې ٣٤ مرکزونو له ډلې ١٠ يې له منځني او اته نور بيا له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ده زياته کړه چې تر اوسه يې څرخ، خروار، بره کي او ازرې ولسوالیو ته د ټاکنو اړوند توکي رسولي او د ټاکنو له ورځې مخکې به ټولو مرکزونو ته ټاکنيز توکي ورسول شي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې ٩٣زره کسانو نوم ليکنه کړې چې له دې شمېرې کېداى شي ځيني يې د نا امنيو له امله په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

خو ده وويل: ((زه ولس ته ډاډ ورکوم چې موږ به رڼې ټاکنې ترسره کوو او چا ته به د مداخلې اجازه نه ورکوو.))

دغه راز په دې اړه د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد احمد اغا پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ له نيمايي ډېرو خلکو د نا امنۍ له امله نوم ليکنه نه ده کړې.

ده زياته کړه: ((دلته دوه مرکزه په پام کې نيول شوي چې دا ډېر کم دي او زه مطمين چې د مرکزونو د لرې والي له امله به ډېرې ښځې له رايه ورکولو پاتې شي.))

همدارنګه د مرکز پل علم اړوند بابوس سيمې اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي خو د رايه ورکولو مرکز ورته په پام کې نه دى نيول شوى.

ده وويل: ((دلته ډېر زيات خلک ژوند کوي، نه يې ورته د نوم ليکنې مرکز جوړ کړى و  او نه يې هم اوس ورته د رايه ورکولو مرکز جوړ کړى دى.))

دغه راز له لوګره ولسي جرګې ته نوماند فرهاد اکبري پژواک ته وويل چې په ډېرو سيمو کې د رايه ورکولو د مرکزونو د نه شتون له امله  به خلک له رايې ورکونې پاتې شي.

هغه وایي: ((د ټاکنو کمېسيون او امنیتي ادارې اړ دي چې د دغه ولایت په ګڼ مېشتو سیمو کې د رایې اچونې مرکزونه فعال کړي، څو خلک خپله رايه وکاروي.))

د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ له امله د رايې اچولو ٤٨ مرکزونه به تړلي وي.

هغه وایي: ((د امنیتي پرسونل د کمښت او لوړو امنیتي ستونزو له کبله زموږ امنیتي ادارې پر دې ونتوانېدې چې په دغه ولایت کې د ټولو ۸۲ مرکزونو امنیت خوندي کړي، نو هماغه و چې ځيني مرکزونه پاتې شول.))

لاروى وايي چې امنيتي ادارې د پاتې ٣٤ مرکزونو د امنيت د تامين لپاره پوره چمتووالى لري او خلک کولاى شي چې په ډاډه زړه رايه ورکړي.

د يادونې ده، د لوګر تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم د امنيتي ستونزو له امله د ټاکنو مرکزونه تړل شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.