ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت وايي، د نوماند رسول خان کوچي دوسيه د شکايتونو کمېسيون ته لېږلې

ملي امنيت وايي، د نوماند رسول خان کوچي دوسيه د شکايتونو کمېسيون ته لېږلې

author avatar
16 Oct 2018 - 13:48
ملي امنيت وايي، د نوماند رسول خان کوچي دوسيه د شکايتونو کمېسيون ته لېږلې
author avatar
16 Oct 2018 - 13:48

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې ولسي جرګې ته د کوچيانو له حوزې کانديد رسول خان کوچي دوسيه يې د شکايتونو کمېسيون ته لېږلې ده.

رسول خان کوچى د پخواني جهادي قوماندان حاجي منجي کوچي زوى دى او د کوچيانو له حوزې ولسي جرګې ته کانديد شوى دى.

په کابل کې د ملي امنيت يوې باوري سرچينې د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رسول خان کوچي په اړه يې يوه دوسيه له اسنادو سره د شکايتونو کمېسيون ته لېږلې ده.

سرچينې زياته کړې چې پر رسول خان د پاکستان استخباراتي ادارې اى اېس اى سره د اړيکو لرلو تور دى او په دې اړه يې کره اسناد هم ترلاسه کړي دي.

د ملي امنيت لوى رياست يادې سرچينې وويل چې له شکايتونو کمېسيون يې غوښتي، څو رسول خان کوچى د نوماندانو له لېسته وباسي.

خو د کوچيانو له حوزې د ولسي جرګې نوماند رسول خان کوچى وايي چې دا ادعا هېڅ حقيقت نه لري، دا يو ښکاره تور دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تر دې دمه له دولت، ټاکنيزو کمېسيونونو او خلکو سره هېڅ ستونزه نه لرو او ټاکنيزې چارې يې په ښه ډول پر مخ ځي.

رسول خان کوچي په دې اړه چې د ملي امنيت رياست د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته يوه دوسيه استولې چې ګويا رسول خان کوچي د پاکستان له ای اېس ای (ISI) سره لاس لري؛ وويل: “دا خو تشې اوازې دي، تر دې مخکې هم دا ډول اوازې خپرې شوې خو بيا کمېسيون رد کړې، زموږ تاريخ، زموږ کورنۍ او زموږ د جهاد له وخت نه تر اوسه پورې ټول ژوند خلکو ته معلوم دی.”

هغه زياتوي: “تر دې دمه موږ ته په دې اړه چا کومه رسمي خبره نه ده شريکه کړې.”

رسول کوچى وايي، څو پورې چې ثبوتونه او شواهد نه وي، خلک به هر څه وايي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: “د نوماندانو په اړه له ټولو بنسټونو معلومات غوښتي او د ځينو کسانو په اړه امنيتي ارګانونو هم خپل راپورونه له موږ سره شريک کړي دي.”

هغه وايي چې د يوه شخص په اړه خبر نه کوي، د ګڼ شمېر نوماندانو دوسيې تحليل او څېړل شوې، د ځينو په اړه تصميمونه نيول شوي او ځيني د استيناف غوښتنې په مرحله کې دي.

د روحاني په وينا، د ځينو نوماندانو پر وړاندې چې نوې دوسيې جوړې شوې، هغوى سبا کمېسيون ته غوښتل شوي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون منشي او وياند زياتوي، په کُلي ډول بهير همداسې دوام لري او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر وروستي پړاوه د هغو شکايتونو په اړه چې کمېسيون ته راغلي او راځي، بې تفاوته نه پاتې کېږي او سبا به هم د يو شمېر نوماندانو دفاعي ناسته وي.

هغه د رسول خان کوچي د دوسيې په اړه وويل: “د يو مشخص  نوماند په اړه خبرې نه شو کولای.”

بلخوا په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې هم د رسول خان کوچي په اړه ځيني عکسونه او پوسټونه خپاره شوي دي.

په دغو عکسونو کې رسول خان کوچی د پاکستان د پوليسو له يوه لوړپوړي چارواکي سره د هغه په دفتر کې ولاړ دى.

نوموړی د وسلو خرڅولو په يوه دوکان کې هم ليدل کېږي.

بلخوا د رسول خان کوچي پلار حاجي منجي يوه ويـډيو هم په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې چې نوموړي د خپل زوى يوې ټاکنيزې غونډې ته وينا کوي.

هغه د غونډې ګډونوالو ته وايي چې ستاسو اشنايي له ايران، روسيې او هندوستان سره نه کېږي، د غونډې ګډونوال هم ورسره غبرګوي چې نه کېږي.

کله چې حاجي منجى د پاکستان نوم اخلي، نو ګډونوال بيا ور غبرګوي چې له پاکستان سره مو هم نه کېږي، خو منجى له هغوى سره مخالفت کوي او وايي چې پاکستان سره هم اشنايي کېږي.

هغه زياتوي: ((پاکستان هغه ملک دى، زموږ نيکونه په کې اوسېدل، موږ په کې مهاجر وو، زموږ نيکونو هندوانو سره په کشمير کې جنګونه کړي دي.))

نوموړى د غونډې ګډونوالو ته وايي چې پر تورخم ستاسو ناروغان پاکستان ته ځي او ورسره ژمنه کوي چې د پاسپورټ او ويزې ستونزه ختموي او يواځې پر تذکرې به پاکستان ته ځئ.

منجى په دې ويډيو کې وايي چې د جهاد پر مهال يې له اى اېس اى سره اړيکې لرلې، خو اوس يې نه لري.

دى زياتوي: ((پاکستان يو اسلامي ملک دى، موږ ته شرم دى چې بل هېواد ته ولاړ شو، ايران، تاجکستان، ازبکستان او هند ته هغوى سره په ژبه نه پوهېږو.))

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.