ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

هلمند کې چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

author avatar
16 Oct 2018 - 13:55
هلمند کې چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي
author avatar
16 Oct 2018 - 13:55

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): په هلمند کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې څلور کسان وژل شوي او په يوه بله پېښه کې ١٥ طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا لس بجې د ناوې ولسوالۍ په خواجه بابا سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.

دغه راز د ناوې ولسوال ايوب عمر عمري پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د ګرمسېر ولسوالۍ د خلکو پر موټر شوې چې غوښتل يې لښکرګاه ته ولاړ شي.

هغه ادعا وکړه چې دغه ماين د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و چې په ملکي خلکو يې چاودنه وکړه.

همدارنګه په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته دوه ټپيان انتقال شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې افغان او امريکايي ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

په دې اړه د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبد القدير بهادرزي پژواک ته وويل، دغه عمليات تېره شپه ترسره شوي چې پر مهال يې ۱۵ طالبان وژل شوي او پنځه شکمن کسان نيول شوي دي.

ده زياته کړه چې په دې عملياتو کې درې مخابرې، لس ټيلېفونونه، يو لپټاپ کمپيوټر او يو شمېر نور جنګي تجهيزات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.