کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) د درغلیو په مخنیوي کې د کورنیو ناظرینو، همدارنګه د نوماندانو استازو او سیاسي ګوندونو د څارونکو په ارزښت ټینګار کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په کابل کې له کورنيو ناظرینو سره په غونډه کې کړې دي.
هغه د څارونکو رول مهم وباله او ويې ويل چې دوی کولی شي په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي.
د یوناما مشر یاماموتو وویل: "د رایې ورکولو له ۵۰۰۰ زیاتو مرکزونو څخه د افغان بې پرې ناظرینو او د نوماندانو د استازو پراخ او باخبره پوښښ خورا مهم دی."
هغه زياته کړه چې د دوی شتون د درغلیو پېژندلو او مخنیوي لپاره یوه له ډېرو اغېزمنو وسیلو ګڼل کېږي.
يوناما ويلي، له ۲۵۰زره څخه زیاتو کورنیو څارونکو، د نوماندانو استازو او د سیاسي ګوندونو ناظرینو د تلې د ٢٨مې نېټې د ټاکنو ارزولو لپاره د باورلیکونو ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
سرچينې ويلي، یوناما ټول په شرایطو برابر فعالین هڅوي چې په فعال ډول د ټاکنو په نظارت کې برخه واخلي او د زیات شمېر کورنيو ناظرینو چې د ټاکنو په ورځ به فعال وي - د هغو ګوندونو ناظرینو او نوماندانو استازو په ګډون چې څو زره یې ښځې دي، ښه راغلاست وایي.
يوناما زياته کړې، ټول استازي او نظارت کوونکي باید د رايې ورکولو او شمېرنې پروسېجرونو کې ښه روزل شوي وي او د رايې ورکولو په مرکزونو کې د شتون پر مهال قانون او کړندود تعقیب کړي.
د يوناما مشر یاماموتو ويلي: "افغان ناظرین د ټاکنیزې پروسې ساتونکي دي، نوماندان د درغلیو په مخنیوي کې اساسي مسوولیت لري، باید خپلو پلویانو ته لارښوونه وکړي چې دوی په نومونو درغلي ونه کړي. "
د هغه په وينا، د کورنيو ناظرینو له خوا د مشرتابه رول په ډاګه کوي چې ټاکنیز بهیر د افغانانو ملکیت دی او افغانان د وروستۍ پایلو پرېکړه کوونکي دي.
د افغانستان د ۲۰۱۸ کال د پارلماني ټاکنو د رایه ورکولو په مرکزونو کې نړیوال څارونکي نشته.
ملګري ملتونه دنده لري چې له افغان چارواکو سره د ټاکنو پروسې اړوند تخنیکي چارو کې مرسته وکړي. ملګري ملتونه د افغانستان د اکتوبر ۲۰ مې پارلماني ټاکنو کې د هېڅ ډول څارنيز او نظارتي رول نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن