ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ټاکنو ۷۸ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي

پکتيا کې د ټاکنو ۷۸ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي

author avatar
16 Oct 2018 - 18:30
پکتيا کې د ټاکنو ۷۸ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي
author avatar
16 Oct 2018 - 18:30

ګردېز (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د پکتيا د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، په دې ولايت کې له ټولو ۱۹۹ ټاکنيزو مرکزونو څخه يې ۷۸ تر لوړ او ۳۶ نور تر منځني امنيتي ګواښ لاندې دي.

د ياد کمېسيون مشر خواجه امين الله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو حساس او غير حساس توکي ګردېز ته رسېدلي او ولسواليو ته يې د لېږد چارې هم پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، امنيتي ادارو ورته د ټاکنو د مرکزونو د خونديتوب ټټر وهلی او هيله څرګندوي چې د ټاکنو په ورځ به د ټاکنيزو مرکزونو او رايه ورکوونکو امنيت خوندي کړي.

دى وايي: ((دا چې په پنځو مرکزونو کې هېڅ نومليکنه نه ده شوې، نو هلته انتخابات هم نه کېږي. د پاتې ۱۹۴ مرکزونو له ډلې ۸۵ نورمال، ۷۸ په لوړ او ۳۶ په متوسط امنيتي تهديد کې ښودل شوي دي، خو سره له دې هم امنيتي ارګانونو موږ ته ډاډ راکړی، چې د لوړې سطحې تهديدات کموو او په ټولو مراکزو کې انتخابات کوو.))

د پکتيا ولایتي شورا او اوسېدونکي د ټاکنو امنيت اساسي چاره يادوي او وايي، که د ټاکنيزو مرکزونو او رايه ورکوونکو امنيت خوندي نه شي، د ټاکنو باور او شفافيت تر پوښتنې لاندې راځي.

د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی له خلکو غواړي چې له وسله والو مخالفينو سره د خپلې سيمې لپاره د ټاکنو په اړتيا خبرې وکړي او په ټاکنو کې د خلکو د برخې اخيستو مخنيوي نه کولو ته يې وهڅوي.

نوموړى په ځينو سيمو کې د يو شمېر کانديدانو له خوا مصنوعي ناامني جوړولو ته هم اندېښمن دی او وايي، سر له اوسه بايد د دې چارې د احتمال او مخنيوي غم وخوړل شي.

دى زياتوي: ((که امنيت خوندي نه شي، د پکتيا د نفوس په حساب سهم به څلورمه او پنځمه حصه تثبيت نه شي. بل له ولسي خلکو مو غوښتنه کړې، چې دا خو زموږ خپله افغان پاڼه ده او خپل هويت مو ژوندي کول دي، نو تاسو له هغو کسانو سره وغږېږئ چې د دولت په مخالفت کې قرار لري.))

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی حضرت محمد کوچی امنيت د ټاکنو د تر سره کېدو، باور او روڼتيا لپاره حياتي پديده بولي او وايي، کشفي او امنيتي ادارې بايد له مسووليت او ژمنې سره سم رايه ورکوونکو ته د امن فضا برابره کړي.

کوچي پژواک ته وويل: ((که امنيت نه وي، ټاکنې تر سوال لاندې راځي؛ ځکه تر سوال لاندې راځي چې شفافيت به موجود نه وي، صندوقونه به ډک شوي وي او خلکو به رايه نه وي استعمال کړې او که بدون د خلکو له رايې او سياسي ارادې يو څوک کاميابيږي، هغه به د پکتياوالو يا افغانانو اصلي نماينده نه وي.))

قومي مشر حبيب الله مستعان وايي، وسله والو مخالفينو تر دې وړاندې هم د ټاکنو مخالفت کړی او په ځينو سيمو کې به په چاودنو يا چريکي جګړه د ټاکنو د بهير د ګډوډلو هڅه وکړي، نو په خبره يې استخباراتي او امنيتي ارګانونه بايد د هغو سيمو لپاره ځانګړي تدابير ولري چې امنيتي ګواښ ورڅخه پېښيږي.

ده پژواک ته وويل: ((امنيتي تهديد فقط په محدودو ځايونو کې دی، امنيتي ځواکونو د انتخاباتي مراکزو د امنيت ذمه وهلې او بايد ويې ساتي او که داسې ونه شي، شايد انتخابات شفافيت پيدا نه کړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.