چاريکار(پژواک، ٢٥ تله ٩٧): نن ماښام د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په شين زيي سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر موټر ځانمرګى بريد شوى.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدمحفوظ ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد ماښام شاوخوا شپږ بجې شوى دى.
هغه وايي چې بريد کوونکى پلى روان و.
د ده په خبره، په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک زيانمن شوى، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبان ويلي چې دغه بريد يې پر امريکايي ځواکونو کړى.
هغوى د جزيياتو له ورکولو پرته ادعا کړې چې په بريد کې بهرنيو ځواکونه ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن