ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوسه پر ټاکنيزو موخو بريدونو کې ٥٠٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تر اوسه پر ټاکنيزو موخو بريدونو کې ٥٠٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Oct 2018 - 18:25
تر اوسه پر ټاکنيزو موخو بريدونو کې ٥٠٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Oct 2018 - 18:25

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٧): د ټاکنو پروسې له پيل تر اوسه، پر ټاکنيزو مرکزونو او نوماندانو په ٤٩ بريدونو کې د نهو نوماندانو په ګډون ١٨٦ کسان وژل شوي او د درېيو نوماندانو په ګډون ٣٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د پژواک راپورونه ښيي چې له يادو کسانو څخه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره له نوم ليکنې تر ټاکنيزو سياليو، په ٣٠ بريدونو کې د شپږو نوماندانو په ګډون ١٢٩ کسان وژل شوي او د يو نوماند په ګډون ١٩٤ نور ټپيان دي. پاتې نوره مرګ ژوبله د ټاکنيزو کمپاينونو له پيله تر اوسه ( د تلې ٢٥مه د مازيګر څلور نيمې بجو) اوښتې ده.

د ولسي جرګې ټاکنې د روانې (تلې) مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي. د دغو ټاکنو لپاره د رايو ورکوونکو او نوماندانو نوم ليکنه د وري په ٢٥مه پيل شوه او نورو پړاوونو يې د تلې تر پنځمې دوام وکړ.

تر دغو پړاوونو وروسته، د تلې په شپږمه د نوماندانو ټاکنيز کمپاينونه پيل شول او ټاکل شوې چې راتلونکې شپه شاوخوا ١٢ بجې پاى ته ورسېږي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، له نوم ليکنې تر اوسه، د پلازمېنې کابل په ګډون په ١٨ ولايتونو کې پر ټاکنيزو مرکزونو او يو شمېر نوماندانو ٤٩ وسله وال بريدونه شوي دي.

په دغو بريدونو کې د ولسي جرګې لس نوماندان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

له کابل نه ولسي جرګې ته نوماند جلال الدين صالحي، له پروان نه نوماند مولوي محد انور نيازى، د هندوانو له حوزې نه نوماند اوتارسينګ خالصه، له کندهاره نوماند محمدناصر مبارز ، له غزني نه نوماندان سيدعبدالله سادات او محمد داوود، له ننګرهاره نوماند حاجي حيات الله خان، له کندهار نه نوماند ناصر مبارز، له هلمند نه نوماندان صالح محمد اڅکزى او عبدالجبار قهرمان په يادو بريدونو کې وژل شوي دي.

عبدالجبار قهرمان چې د ولسي جرګې غړى هم و، نن هلمند کې په يو بريد کې ووژل شو.

خو له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند بېدار ځاځى او له هلمند څخه دغې جرګې ته نوماند دوست محمد په وسله والو بريدونو کې ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې ولسي جرګې ته له بادغيس څخه نوماندې فرېبا رحماني هم څو ورځې مخکې له بادغيس نه هرات ته پر لاره په يوه ترافيکې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

په ټوله کې په يادو بريدونو کې ١٥٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٨٧ نور ټپيان دي؛ ١٣ بريدکوونکي وژل شوي او درې ټپيان دي او ٢٤ دولتي ځواکونه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

د سياسي چارو شنونکى مطيع الله خروټى وايي چې په ننګرهار کې دا ډول بريدونه ځکه ډېر دي چې دغه ولايت د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پروت دى او د دولت وسله وال مخالفين د ډيورنډ کرښې له هغې غاړي اسانه اکمالات کوي او بريدونه تنظيمولى شي.

هغه دغه راز وويل چې ننګرهار کې زورواکي شتون لري او غواړي چې په داسې بريدونو سره خپل سيالان وځپي.

د ده په وينا، ورپسې کابل کې ځکه بريدونه ډېر دي چې کابل کې د نورو ولايتونو په پرتله له يوې خوا د نوماندانو شمېر ډېر (٨٠٤ تنه ) دى او له بلې خوا ټاکنيزې چارې له مرکز نه اداره کېږي.

په کابل کې مرګ ژوبله ځکه د نورو ولايتونو په پرتله ډېره لوړه ده چې داعش ډلې د غويي په دويمه، د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د ټاکنو لپاره د تذکرو د وېش پر يو مرکز ځانمرګى بريد وکړ چې له امله يې ٦٩ تنه ووژل او ١٢٠ نور ټپيان شول. د دغه بريد د وژل شوو او ټپيانو ډېری ملکي وګړي وو.

د سياسي چارو شنونکى خروټى وايي، د دغه بريد يوه موخه په ټاکنيز بهير کې ستونزې جوړول دي، خو بله موخه يې دا ده چې غواړي هزاره قوم هدف وګرځوي؛ ځکه چې د ده په وينا، د افغانستان ځيني هزاره ګان په سوريه کې د داعش ډلې پر ضد جنګېدلي او داعش غواړي چې په افغانستان کې ترې غچ واخلي.

خروټى وايي: “دا هغه کښت دى چې محقق په سوريه کې کړى او تلفات يې زموږ هزاره خويندو وروڼو ته اوړي.”

د افغانستان د حکومت اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق تېر کال په ليندۍ مياشت کې ايران کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال، له هغو افغان جنګيالو چې په سوريه او عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې جنګېدلي، ستاينه کړې وه او د فاطميون ډلې مشر يې د اسلام سردار بللى و.

يواځې په کابل کې نه، بلکې د يادو ټولو ٤٩ بريدونو ډېر وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې رڼا سپېڅلې په بريدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګندوي او وايي:”ټاکنو تر اوسه له افغانانو درنه قرباني اخيستې ده، د نږدې دوه سوه کسانو وژل کېدل او تر ٣٠٠ د ډېرو ټپي کېدل ډېره لويه قرباني ده. نه پوهېږم چې دغه ټاکنې به له افغانانو نوره څومره قرباني واخلي.”

هغه زياتوي:”زه چې په تېرو ټاکنو کې پراخه درغليو او دغه راز د ولسي جرګې د اوسنيو ټاکنو پروسې په اړه تر اوسه د درغليو خپرو شويو راپورونو ته ګورم، کېداى شي د تلې په ٢٨مه تر سره کېدونکې ټاکنې له پراخو درغليو ډکې وي او د بېګناه افغانانو په دومره ستره قربانۍ ونه ارزي.”

سپېڅلې وايي، افغانان په بېلابېلو نومونو او پلمو وژل کېږي او د ډېرو قاتلان يې هم څرګند نه دي. 

پر ملکي موخو له يادو ٤٩ بريدونو د ٣٩ مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د راپورونو له مخې، له يادو بريدونو د کابل په دشت برچي کې د ټاکنو لپاره د تذکرو د وېش پر مرکز بريد چې تر ټولو خونړى و او دغه راز په ننګرهار کې د هغه بريد مسووليت چې له وژل شوو کسانو يې يو د ولسي جرګې نوماند (اوتارسنګ) و، د داعش ډلې کړي دي.

دغه راز په سمنګان، غور او هلمند کې د يوه، يوه او په بادغيس کې د دوو بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو اخيستى دى.  

د راپورونو له مخې، د کابل په شکردره ولسوالۍ کې هغه بريد دولتي ځواکونو کړى چې د ولسي جرګې نوماند جلال الدين صالحي په کې ووژل شو.

دولتي سرچينې ويلي چې په کونړ کې دوه هغه هوايي بريدونه هم دولتي ځواکونو کړي چې د نوماندانو يو شمېر پلويانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 خو د پاتې نورو ٣٩ بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د سياسي چارو شنونکى خروټى وايي، له دې نه چې د يادو ډېرو بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، ښکاري چې ياد ډېر بريدونه د دولت وسله والو مخالفينو نه دي کړي.

د ده په وينا، په دغو بريدونو کې کېداى شي د ځمکو غاصبان، ټوپک سالاران او هغه کسان لاس ولري چې په اند يې د ټاکنو په ترسره کېدو سره خپلې ګټې له لاسه ورکوي.

پر ټاکنيزو موخو ياد بريدونه په داسې حال کې دي چې امنيتي ارګانونو په وار، وار ويلي چې د ټاکنو لپاره يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي چې د پژواک له خوا په دغه راپور کې د بريدونو او وژل شويو کسانو شمېرې نه تاييدوي او وايي چې پر ټاکنيزو موخو ١١ بريدونه شوي دي.

ده په دغه ١١ بريدونو کې د مرګ ژوبله کچه څرګنده نه کړه، خو په بريدونو کې پر مرګ ژوبلې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ يې وويل چې امنيتي ځواکونو پر ټاکنيزو موخو د ډېرو بريدونه مخه نيولې ده.

هغه وايي چې د ټاکنو د ورځې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي او ټاکنې به په امن کې تر سره شي.    

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.