ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : د امنيت تر ټينګښت وروسته دې په غزني کې  ټاکنې ترسره شي

خلک : د امنيت تر ټينګښت وروسته دې په غزني کې ټاکنې ترسره شي

author avatar
17 Oct 2018 - 15:12
خلک : د امنيت تر ټينګښت وروسته دې په غزني کې  ټاکنې ترسره شي
author avatar
17 Oct 2018 - 15:12

غزني ښار(پژواک،٢٥تله٩٧): د غزني اوسېدونکي ټينګار کوي چې په دې ولايت کې د امنيت تر ټينګښت وروسته دې ټاکنې ترسره شي، ترڅو د خلکو ونډه په کې پراخه وي.

دوى وايي، که په اوسني امنيتي وضعيت کې ټاکنې ترسره شي، نو د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو ونډه به کم رنګه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د يو لړ ستونزو له امله په غزني ولايت کې، د ولسي جرګې لپاره ټاکنې  تر نامعلومې نېټې پورې ځنډول شوې دي.

په دې اړه غزني ښار کې يو تن مدني فعال وحيدالله د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني اوسني امنيتي وضعيت ته په کتو سره په دې ولايت کې د ټاکنو لپاره زمينه برابره نه ده.

هغه وايي: ((په ښار کې امنيت نشته دى، هره ورځ جګړې وي، نو ولسواليو کې بېخي هر څه خراب دي، نو د ټاکنو لپاره اول بايد امنيت تامين شي.))

دغه راز د غزني ښار اوسېدونکې رحيمې پژواک ته وويل چې په دغه شان امنيتي حالاتو کې خو ښځې په هيڅ صورت نه شي کولى چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

دې وويل: (( د غزني حالات اوس ټاکنو ته مساعد نه دي او کورنۍ هم ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په دغه شان حالاتو له کوره ووځي په تذکره سټېکر ولګوي او په ټاکنو کې برخه واخلي.))

د غزني ښار اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل، ترڅو چې امنيت نه وي حاضر نه دى چې د سر په قيمت رايه ورکړي.

ده وويل:((هسې هم له پارلمان نه ښه خاطره نه لرو څه يې کوو چې د سر په قيمت رايه ورکوو.))

همدارنګه له غزني ولايت څخه ولسي جرګې ته احتمالي نوماندې هوسۍ پژواک ته وويل چې په نورو ولايتونو کې د کانديدانو پر کمپاينونو بريدونو د دې ولايت خلکو ته يو ډول وېره پيدا کړې ده.

هغې زياته کړه: ((خلک چې دغه بريدونه ګوري نو وېره ورته پيدا شوې او نه غواړي چې د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي.))

هوسۍ هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دې ولايت کې د امنيت له ټينګښت وروسته ټاکنې ترسره کړي.

د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د غزني د ټاکنو کمېسيون عملياتي مرستيال محمد کريم جمال پژواک ته وويل، حکومت چې هر وخت دوى  ته زمينه برابره کړي، چمتو دي ټاکنې ترسره کړي.

ده زياته کړه: (( حکومت دې موږ ته زمينه برابره کړي، موږ خپل توکي هم انتقالوو، نوم ليکنه هم کوو او له هغه وروسته ټاکنې ترسره کوو.))

جمال وويل چې امنيتي مسوولينو دوى ته د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډ ورکړى دى.

دغه راز په دې اړه د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان جنرال دادان لونګ پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د نورو ولايتونو ترڅنګ غزني کې هم د ټاکنو لپاره امنيت تامين کړي.

هغه وايي: (( موږ سر له اوسه غزني کې عمليات پيل کړي، ترڅو د ټاکنو لپاره په کې زمينه برابره شي.))

د لونګ په خبره چې امنيتي منسوبين په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري خو د امنيت د ټينګښت لپاره بايد پوره هلې ځلې وکړي.

همدارنګه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره تر اوسه څو ځلې د ولايت رهبرۍ له ولسمشر سره ليدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ولسمشر يوه کمېټه ټاکلې ترڅو په دې ولايت کې د ټاکنو ترسره کېدو زمينه برابره کړي.

نوري وايي: (( د غزني په ټولو هغو سیمو کې چې ټاکنې به په کې ترسره کیږي امنیت به يې نیول کیږي او هیڅ ستونزه به نه وي تاسو خبر یاست چې اوس هم عملیات روان دي.))

د يادونې ده چې غزني کې وروسته تر هغه ټاکنې وځنډول شوې چې په دې ولايت کې پښتنو په حوزوي ډول او هزاره ګانو د نورو ولايتونو په څېر د ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ.

له دې لانجو څه موده وروسته د ټاکنو کمېسيون په دې ولايت کې په حوزوي ډول د ټاکنو د ترسره کېدو پرېکړه اعلان کړه خو هزاره ګانو يې مخنيوى وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې په تېرځل ټاکنو کې له غزني ولايت څخه يواځې هزارګانو دې جرګې ته لار پيدا کړې ده.

ټاکل شوې ده چې درې ورځې وروسته له غزني پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.