ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیانو ولایت کې ۵۱ سلنه رایې ورکوونکې ښځې دي

په بامیانو ولایت کې ۵۱ سلنه رایې ورکوونکې ښځې دي

author avatar
17 Oct 2018 - 19:26
په بامیانو ولایت کې ۵۱ سلنه رایې ورکوونکې ښځې دي
author avatar
17 Oct 2018 - 19:26

بامیان(پژواک، ٢٥ تله ٩٧): د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال په بامیانو کې د ولسي جرګې د نوماندانو د سرغړونې ۱۴ پېښې ثبت شوې چې ټولو ته رسېدنه شوې ده.

په بامیانو ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محمد هادي امیري د دې په روښانولو چې په سرغړوونکو کاندیدانو کې ښځینه نوماندانې نه دي شاملې پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شمېر نوماندان له ۳ تر ۵ ورځو ټاکنیز کمپاین څخه برخې او ځينو ته توصیه وشوه او نغدي جریمه شول.

په ورته وخت کې په بامیانو ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د جندر مسوولې عاقلې یوسفي وویل چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون د پام وړ دی او دا په دې ولایت کې د ښځو د عامه پوهاوي د کچې د لوړېدو ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه چې د ښځو ګډون د نارینه وو په پرتله په ټولو برخو کې د پام وړ دی او ښځو تر اوسه هېڅ سرغړونه نه ده کړې.

هغه وویل: ((ټولو نوماندانو په ځانکړې توګه مېرمنو وکولای شول چې له ستونزو  پرته  خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مخ بوزي او په مخ کې یې هېڅ خنډ شتون نه درلود.))

په همد حال کې په بامیانو کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس علي شاه مصباح ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي او تر اوسه د ټاکنو پر وړاندې هېڅ ستونزه نشته.

هغه زیاته کړه چې په مخکنیو ټاکنو کې د لارې اوږدوالی د رایې ورکوونکو لپاره ستره ستونزه ګڼل کېده خو په راتلوونکو ټاکنو کې د ۲۲۰ مرکزونو په جوړېدو دغه ستونزه حل شوې ده.

په بامیانو کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۴۰ مېرمنو د ولسي جرګې لپاره ځانونه نوماند کړي دي چې تر اوسه دوو نارینه نوماندانو انصراف کړی دی.

بامیان په ولسي جرګه کې څلور څوکۍ برخه لري چې یوه څوکۍ یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په بامیانو ولایت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ۱۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۵۱ سلنه یې مېرمنې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.