ترينکوټ (پژواک، ٢٥ تله ٩٧) : د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له تېرو دو ورځو راهيسې ددغه ولایت پر ګیزاب ولسوالۍ ډله ييز بریدونه کړي و چې نن پاى ته ورسېدل.
د ګيزاب ولسوال عزت الله لطيفي د تلې په ٢٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په يادو بریدونو کې شپږ سيمه ييز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هغه په وينا، دغه راز په دغو نښتو کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
ولسوال وايي، طالبانو غوښتل چې یاده ولسوالۍ نا امنه او سیمې ونيسي، خو له کلک مقاومت سره مخ شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن