ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان په درې ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي

د جوزجان په درې ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي

author avatar
17 Oct 2018 - 18:04
د جوزجان په درې ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي
author avatar
17 Oct 2018 - 18:04

شبرغان(پژوک،٢٥ تله ۹۷): په جوزجان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز چارواکي د امنیتي وضعیت له اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي.

په جوزجان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست حمیدالله بلوچ پژواک خبري اژانس ته وویل، داچې په درزاب، مردیان او خماب ولسوالیو کې ټاکنیزو مرکزونو فعالیت نه درلود او خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه نه ده کړې، نو په دې ولسوالیو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت په مرکز او اوو نورو ولسوالیو کې ټاکنې ترسره کېږي او همدا اوس د ټاکنو ټول اړوند توکي د رایې ورکولو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال کمال الدین یاور وویل چې د دغه ولایت په درزاب، خماب او مردیان ولسوالیو کې د لویو امنیتي ګواښونو له امله د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په دغه ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو ته لازم تیاری نیول شوی  چې په دغه ولایت کې په شفاف ډول عادلانه ټاکنې ترسره شي.

هغه وویل: ((د رایې ورکولو د مرکزونو د ښه امنیت لپاره مو له مرکز څخه د شاوخوا سلو سرتېرو غوښتنه کړې چې دغه سرتېري به د ټاکنو د ترسره کېدو تر ورځې شبرغان ته راورسېږي.

 د شبرغان ښار اوسېدونکي مستري خیرمحمد هم هیله مندي ښکاره کړه چې امنیتي ځواکونه به وکولی شي چې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو د مرکزونو امنیت خوندي کړي.

نوموړي د خلکو د امنیت لپاره په لویو لارو کې د تلاشۍ د مرکزونو جوړېدل ارزښتناکه بلل او ویې ویل، په لویو لارو د امنیتي سرتېرو شتون کولی شي د ښار مرکز ته د مخالفینو د راتګ او جنايي پېښو مخه ونیسي.

هغه له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په خپلو دندو کې دقت وکړي او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره امنیت وساتي، تر څو خلک د رایو مرکزونو ته لاړ شي او خپل استازي وټاکي.

د یادونې ده چې په جوزجان ولایت کې د رایې ورکولو ۱۲۹ مرکزونه موجود دي چې لږ تر لږه ۶۰ مرکزونه یې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله تړلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.