کابل (پژواک،٢٥تله٩٧): د ولسي جرګې غړي او نوماند عبدالجبار قهرمان وژنه په پراخه کچه وغندل شوه .
قهرمان، نن سهار د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د خپل کمپاين دفتر کې د يوې چاودنې له امله ووژل شو.
له ارګ څخه د تلې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه بريد غندلى او د قهرمان په وژنه يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
هغه زياته کړه، قهرمان د هېواد يو رښتينى بچى و او تل يې د هېواد د ښيرازۍ او د هېواد والو د ښه راتلونکي لپاره يې فکر کاوه.
ولسمشر ويلي، ترهګر او د هغوى پلويان له دا ډول بريدونو سره نه شي کولى چې د خلکو غرور او باور له منځه يوسي.
اشرف غني اړوندو امنيتي مسوولينو ته د قهرمان د وژلو د پېښې د جدي څېړلو امر کړى دى.
د يو بل خبر له مخې، د حکومت اجراييه ډاکټر عبدالله عبدالله هم د قهرمان په وژنه خواشيني ښودلې او دا کار يې غندلى دى.
هغه زياته کړې : (( هلمند نن یو صادق بچی په یوه نه بښونکي جنایت کې له لاسه ورکړ.))
عبدالله ويلي، د دې برید موخه که له یوې خوا د ولسي جرګې د غړي وژل و، خو له بلې خوا د افغانستان دښمنان غواړي چې په دې ډول بریدونو سره د ټاکنو روان بهیر له خنډونو سره مخ او خلک په کې له ګډون کولو وګرځوي.
هغه زياته کړې، د ملي یووالي حکومت که د سولې دروازه پرانيستې خو ورسره د ترهګرو د ځپلو او له خپلو خلکو د دفاع لپاره هم هڅې کوي.
عبدالله ويلي، افغانان په دې ډول بریدونو سره وېرېدلی او ماتېدلی نه شي، بلکې د ترهګرو د شومو موخو د لا بربنډولو لامل ګرځي.
هغه زياته کړې، د دې برید په اړه څېړنې پيل شوي او افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د ټاکنو امنیت هم ټينګ کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر هم ولسي جرګې ته د نوماند، ملي شخصیت عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر ترهګریز بریدپه کلکه غندلى دى.
د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ويلي، په داسې حال کې چې هېواد یوه ملي بهیر ( ولسي جرګې ) ټاکنو ته نږدې شوی دی، دغه ترهګریز برید وښوده چې ترهګریزې او بنسټپاله ډلې پر هېڅ ولسواکې پروسې باور نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن