زرنج(پژواک،٢٥ تله ٩٧): د نیمروز سیمه ییز پولیس وايي چې د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو د تېرې شپې په برید کې لږ تر لږه پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د کنګ ولسوال محمد جمعه علمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو له ایران سره په ګډه پوله د کرکي په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوسته برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دې جګړه کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ پنځه پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.
د ده په خبره، په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته، خو یو سراچه موټر او څو د راکټ مرمۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن