ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۲۰۰ میله وسله ” ډایاک”  ته وسپارل شوه

۱۲۰۰ میله وسله ” ډایاک” ته وسپارل شوه

author avatar
17 Oct 2018 - 16:04
۱۲۰۰ میله وسله ” ډایاک”  ته وسپارل شوه
author avatar
17 Oct 2018 - 16:04

 کابل (پژواک،۲۵ تله ۹۷): د کورنیو چارو وزارت له نامسوولو کسانو څخه ۱۲۰۰ میله را ټوله کړې وسله د ډایاک پروګرام ته وسپارله او ویې ویل، د وسلو راټولو بهیر دوام لري.

 د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په هغه ناسته کې چې د یاد وزارت له ترورېزم سره د مبارزې په ریاست کې جوړه شوې وه وویل چې د نامسووله کسانو پر ضد مبارزه دوام لري او د روان کال په جریان کې ۱۲۰۰ مختلف النوع وسلې راټولې شوې دي.

 نوموړي هغو کسانو ته په اشاره چې وسلې کاروي وویل: ((یا نوی کارت واخلئ او یا خپلې وسلې دولت ته وسپارئ، پرته له دې په چک پاینټونو کې درول کېږئ، وسله مو ټولېږي او له تاسو سره قانوني چلند کېږي.))

 د ده په خبره، د کورنیو چارو وزارت هر کال شاوخوا پنځه ميلیارد افغانۍ عایدات لري چې سږ کال یې ۱۶۰ ميلیونه د وسلو د وېشل شوو کارتونو له درکه تر لاسه کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د مبارزې رییس جنرال نجیب الله امان وویل، دغه ریاست سږ کال ۵۵۵ عملیات تر سره کړي چې ۶۵ یې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو په مرسته ترسره شوي دي چې په پایله کې یې ۴۷۳ کسان د ترهګریزو پېښو په تور نیول شوي او لسګونه میله بېلا بېله وسله ترې نیول شوې ده.

 هغه زیاته کړه، په یاده موده کې له ۱۳۹۵ کیلو ګرامه ډېر چاودېدونکي توکي نیول شوي او ۵۵ کسان له خپلو وسلو سره د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

 په دې غونډه کې راټوله شوې وسله په رسمي ډول د کورنیو چارو وزارت له خوا د ملي دفاع وزارت استازي ته وسپارل شوه.

 د کورنیو چارو وزیر د ټاکنو د امنیت ساتنې په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د مرستې غوښته وکړه او زیاته یې کړه: ((دښمن هڅه کوي چې امنیت ګډوډ کړي. امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان هڅه کوي چې د امن فضا رامنځته کړي.))

 د نوموړي په خبره، د هغه راپور له مخې چې تېره شپه امنیتي ځواکونو تر لاسه کړ د ټاکنو په ورځ به په ټول هېواد کې د رایې ورکولو ۵۰۷۰ مرکزونه فعال وي او د پام وړ امنیتي ځواکونه به په دې مرکزونو کې په دنده وګومارل شي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.