ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخواني طالب چارواکي اکبراغا د زلمي خليلزاد د سولې هڅو ملاتړ وکړ

پخواني طالب چارواکي اکبراغا د زلمي خليلزاد د سولې هڅو ملاتړ وکړ

author avatar
18 Oct 2018 - 15:38
پخواني طالب چارواکي اکبراغا د زلمي خليلزاد د سولې هڅو ملاتړ وکړ
author avatar
18 Oct 2018 - 15:38

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۷): پخواني طالب چارواکي او د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا د سولې په پروسه کې د امريکا ځانګړي استازي خليلزاد پر رښتينولی ټينګار کوي او وايي چې د سولې پر وړاندې خنډ ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدل دي چې بايد وځنډول شي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې د هڅو په لړ کې په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار او ځينو نورو سياستوالو سره تر لیدنو کتنو وروسته په پاکستان، سعودي عربستان او قطر کې له دولتي چارواکو او طالبانو سره لیدنې وکړې او په اړه يې راپور ولسمشر اشرف غني ته ورکړ.

پخوانى طالب چارواکى او د خلاصون لارې عالي شورا مشر سيد محمد اکبر اغا نن په کابل کې له يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمان سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت نه يواځې د افغانانو، بلکې د سيمې او نړۍ په ګټه دی.

هغه په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې د امريکا له خوا د زلمي خليلزاد ګومارنه يو مثبت ګام وباله او ويې ويل چې خليلزاد يو افغاني الاصله امريکايي دی چې د دغه هېواد د خلکو له ژبې، عنعناتو او عادتونو سره بلد شخص دی.

خو دی وايي: "زموږ په باور د امريکا او نړيوالې ټولنې له خوا د زلمي خليلزاد ماموريت له جدي ستونزو سره مخ دی چې يو يې هم په افغانستان کې د روانو پارلماني ټاکنو بېړني ترسره کېدل دي چې بايد وځنډول شي."

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکې شنبې (د تلې مياشتې ٢٨مه) ترسره شي.

سيد اکبر اغا وايي، د امريکا له خوا د جګړه ييزې تګلارې اعلانول او افغانستان ته د نورو تازه دمه سرتېرو را استول هغه ستونزې دي چې کېدای شي په افغانستان کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي.

هغه زياته کړه: "زه فکر کوم امريکايان سولې ته ژمن نه دي او غواړي افغان سوله د يو ډول لوبې په بڼه ترسره کړي چې د امريکايانو همدا کړنې به د سولې راوستو په برخه کې د خليلزاد ماموريت هم ستونزمن کړي."

دی وايي: "بهرنيان په افغانستان کې د جګړو د دوام عاملين دي او ټولې ستونزې جګړو زېږولې دي؛ نو د ستونزو ختمېدو په موخه بايد ټول خارجيان له افغانستانه ووځي او د وتلو نېټه مشخصه کړي."

د خلاصون لارې عالي شورا مشر وويل، د حکومت په زندانونو کې بنديان په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او دواړه خواوې دې د سولې د خبرو د حسن نيت په موخه زندانيان خوشي کړي.

په نننۍ ناسته کې د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي محمدزمان مزمل هم د سولې په پروسه کې د خليلزاد رول ګټور وباله او ويې ويل، دا چې امريکا هغه کس چې لومړی یې د جګړې لپاره را استولی و، اوس يې د سولې د خبرو  استازى مقرر کړی، که چېرې له اخلاصه کار واخلي، ممکن په هېواد کې د سولې په پروسه ګټور واقع شي.

مزمل پر وسله والو طالبانو غږ وکړ: "تاسو د سولې په خبرو کې له اسانه لارو کار واخلئ، خپل ملت ته مراجعه وکړي؛ له خپل ملت سره مشوره وکړئ او نظر يې واخلئ؛ هسې نه چې بيا هم د پاکستان او ايران ترمنځ ووېشل شو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.