پل علم (پژواک، ٢٦ تله ٩٧): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه رياست درې مديران تښتولي دي.
د لوګر د پوهنې رياست يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو تېره ورځ د پل علم- خوښۍ ولسوالۍ له لويې لارې د دغه رياست اړوند درې مديران له موټر سره يوځاى تښتولي دي.
هغه وايي چې په دغو کسانو کې د څارنې مدير ربيع الله حسين خېل، د بشري سرچينو مدير شا اغا اميري او اجرائيوي مدير عصمت الله شامل دي.
د نوموړي په وينا، يادو کسان د ولسي جرګې نوماند سيد صديق حسن زاده ته په ټاکنيز کمپاين بوخت وو چې د وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
دغه راز د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي هم تاييد کړه چې دغه کسان د ولسي جرګې نوماند ته په کمپاين بوخت وو چې د وسله والو له لوري بيول شوي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې، هېڅ دولتي کارکوونکي نه شي کولاى چې د کوم نوماند په ګټه يا ضد کمپاين وکړي.
خو د ولسي جرګې نوماند سيد صديق حسن زاده پژواک ته وويل چې يادو کسانو ده ته کمپاين نه کاوه.
هغه وایې: ((د پوهنې ریاست تښتول شوي کارکوونکي زما په ټېم پورې اړه نه لري او نه پوهېږم چا او کوم لوري ته بيولي دي.))
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست درې کارکوونکي تښتول شوي چې د خلاصون لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يادو کسانو په اړه پژواک ته بې خبري ښوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن