کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۷): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته دوه ورځې پاتې دي، اووه نوماندان د عمر، محکوميت، د استعفا نه ورکړې او د بهرني تابعيت درلودو ستونزو له امله له نوملړه حذف کړل.
يادو نوماندانو کې لاندې اووه کسان شامل دي:
- روهينا ولي زاده له ميدان وردګو ولايت څخه پر ټاکلې نېټه له دندې د نه استعفا له امله
- عبدالکريم شفق له فراه ولايت څخه پر بند د محکوميت (اوس مهال په بند کې دی) له امله حذف شوی دی.
- حبيب الله غورياني له هرات ولايت څخه پر څه باندې لسو کلونو بند د محکوميت له امله
- احمدشاه سادات الحسيني له هرات ولايت څخه چې د ايران تابعيت يې درلود، د نوم په بدلون سره يې د افغانستان تابعيت ترلاسه او ځان ټاکنو ته نوماند کړی و.
- عبدالله ساحل له کندوز ولايت څخه چې پر ټاکلې نېټه يې له دندې استعفا نه وه کړې.
- غلام نبي ساقي له غور ولايت څخه له دندې څخه پر ټاکلې نېټه د نه استعفا له امله حذف شوی.
- سُميرا خيرخواه له بلخ ولايت څخه ټاکنو ته د نوماندۍ قانوني عمر نه بشپړتيا له امله.
دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، دوه ورځې وړاندې (د تلې ۲۴مه) ويلي وو چې د عدلي او قضايي او امنيتي بنسټونو له لوري ډېر اسناد د عمر، محکومیت، مشرتابه او په وسله والو ډلو کې د غړیټوب په سبب د ولسي جرګې نوماندانو په اړه له دوی سره شريکې شوي چې د دغه بنسټ پر پرېکړې یې نېغ اغېز لرلی شي.
هغه ويلي وو: ((اسناد او مدارک چې مخکې د شکايتونو کمېسيون په واک کې نه وو او اوس د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري موږ ته را رسېدلي، ښيي چې ځيني نوماندان، د نوماندي شرایط نه دي بشپړ کړي، د ټاکنيزو شکایتونو کمېسيون د قانون له مخې کولی شي چې د ټاکنو تر ورځې نوماند د نوماندۍ له نوملړه لرې کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن