د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په پېښه کې جنرال رازق او د دغه ولایت د ملي امنيت رييس وژل شوي

د کندهار په پېښه کې جنرال رازق او د دغه ولایت د ملي امنيت رييس وژل شوي

Oct 18, 2018 - 16:42

دوهم تعقيب، کندهار (پژواک، ٢٦ تله ٩٧): د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او د دغه ولایت د ملي امنيت رييس نن په وسله وال بريد کې وژل شوي دي.

دا پېښه نن (د تلې ٢٦مه) له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې د ناټو د قوماندان جنرال مېلر تر کنفرانس وروسته رامنځته شوې ده.

په ټولنيزو چارو کې د کندهار د والي مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل وژل شوي او ويل کېږي چې والي توريالى ويسا ټپي دى.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې بيا پژواک اژانس وويل، دغه پېښه د ولايت له مقام سره نږدې د هغو ډزو له امله چې ښايي د يوه سرحدي پوليس له خوا او يا هم له يوه مارکېټ څخه شوې دي رامنځته شوې ده.

دې سرچينې هم تاييد کړه چې په دې پېښه کې د کندهار امنيه قوماندان ژوند له لاسه ورکړى دى.

يوه بله سرچينه بيا وايي چې په دې پېښه کې د کندهار والي توريالى ويسا او د هغه وياند عزيزاحمد عزيزي ټپيان دي.

د پژواک خبريال بشير نادم وايي چې د ولايت په مقام کې امنيتي غونډه وه، د ناټو قوماندان، د کندهار والي، د قول اردو قوماندان، د کندهار امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس په کې ګډون کړى و.

هغه زیاتوي: ((کله چې غونډه ختمه شوه، ځينو مسوولينو په ولاړه رسنيو ته خبري کليپونه ورکول چې خبرې خلاصې شوې، نو خبريالان يوې خوا ته روان شول او چارواکي د حرامسراى خوا ته روان شول، چې په همدې وخت کې ناڅاپه د ډزو غږونه شول. له همدې سره حالات ګډوډ شول او هر چا هرې خوا ته منډې وهلې."

نادم له مخکې ویلي وو چې له غونډې وروسته د ناټو قوماندان د کنفرانس له خونې ووت او د چورلکې لوري ته روان و چې ډزې پيل شوې.

دى وايي: ((موږ هم له نورو چارواکو سره هلته بند پاتې شوي يو، څوک نه پرېږدي چې بهر ووځي، ويل کېږي چې د سرحدي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.))

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ملي ټلوېزون کمره مين سليم هم وژل شوى دى.

په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت وياند د تلې په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې جنرال مېلر له سيمې خوندي وتلى او هغه ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه امريکايي وګړي ټپيان شوي، خو اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

عيني شاهدانو د پژواک خبريال ته ويلي چې په پېښه کې يو شمېر افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي، د دغه بريد موخه جنرال عبدالرازق و چې د هغه په ګډون يې څو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پر جنرال رازق تر دې مخکې هم ګڼ شمېر وسله وال بريدونه شوي، خو روغ ترې وتلى و. نوموړى له ډېر وخت راهيسې د کندهار د امنيه قومندان په توګه دنده ترسره کوله.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement