ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د کندهار حالت د کنټرول لپاره نن شپه د ملي امنيت رئيس او کومانډو ځواکونه دې ولايت ته ځي

ولسمشر: د کندهار حالت د کنټرول لپاره نن شپه د ملي امنيت رئيس او کومانډو ځواکونه دې ولايت ته ځي

author avatar
18 Oct 2018 - 20:34
ولسمشر: د کندهار حالت د کنټرول لپاره نن شپه د ملي امنيت رئيس او کومانډو ځواکونه دې ولايت ته ځي
author avatar
18 Oct 2018 - 20:34

کابل (پژواک ٢٦ تله ٩٧): ولسمشر غني وايي، د کندهار حالت د کنټرول لپاره د ملي امنيت د لوى رئيس په مشرۍ يو لوړرتبه امنيتي پلاوى او کومانډو ځواکونه به نن شپه دې ولايت ورسېږي.

نوموړي نن ماخوستن په خپل پيغام کې وويل چې د کندهار ولايت حالات تر ارزونې لاندې دي او نن يې د اعلى سرقومندانۍ په غونډه کې د کندهار د وضعيت د سمون لپاره لازمې سپارښتنې کړې دي.

ده زياته کړه، د کندهار وضعيت د کنټرول لپاره د ملي امنيت لوى رئيس معصوم ستانکزى، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو لوړپوړي مسوولين او کومانډو ځواکونه به نن شپه کندهار ته ورسېږي.

ولسمشر د کندهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژبه حالات عادي وضعيت ته را وګرځي.

له بلې خوا، د کندهار د پېښې په اړه نن ماخوستن په کابل کې امنيتي مسوولينو هم خبري کنفرانس ورکړ.

په دې کنفرانس کې لوى درستيز ستر جنرال محمد شریف ​يفتلي وويل چې دغه پېښه نن مازيګر په ٣:٣٠ بجو د ګلبدين په نامه د کندهار د والي د يوه ساتونکي له خوا چې يو نفوذي کس و، شوې ده چې موخه يې جنرال رازق او نور مسوولين و.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق او د امنيت رئيس جنرال مؤمن حسين خېل وژل شوي دي.

ده زياته کړه، اوسمهال د کندهار وضعيت تر کنټرول لاندې او د ډاډ وړ دى، ټولې ادارې او قونسلګرۍ خوندي دي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي ارشد معين لوی پاسوال اخترمحمد ابراهيمي بيا وويل چې په دې پېښه کې د کندهار والي توريالى ويسا او په سوېل کې د ملي پولیسو د ۴۰۴ میوند زون قومندان جنرال نبي الهام هم ټپيان دي او اوسمهال تر عملياتو لاندې دي.

نوموړي د ناټو د قوماندان جنرال مېلر په اړه وويل چې هغه ته زيان نه دى اوښتى او کابل ته رارسېدلى دى.

په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت وياند هم پژواک اژانس ته ويلي چې جنرال مېلر له سيمې خوندي وتلى او هغه ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

ده زياته کړې وه چې په دې پېښه کې يواځې دوه امريکايي وګړي ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.