ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو نوماندانو د کمپاین نېټې له پای ته رسېدو وروسته هم رسنیو کې کمپایني څرګندونې کړې

ځینو نوماندانو د کمپاین نېټې له پای ته رسېدو وروسته هم رسنیو کې کمپایني څرګندونې کړې

author avatar
18 Oct 2018 - 16:28
ځینو نوماندانو د کمپاین نېټې له پای ته رسېدو وروسته هم رسنیو کې کمپایني څرګندونې کړې
author avatar
18 Oct 2018 - 16:28

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٧): سره له دې چې د ټاکنيزو سياليو نېټه تېره شپه پاى ته رسېدلې، خو څو نوماندان په يو ډول په رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې راښکاره شوي او د ټاکنو په اړه يې څرګندونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو سیالیو  شل ورځنۍ موده تېره شپه ١٢ بجې پاى ته ورسېده او د سکوت دوره پيل شوه.

د ټاکنو کمېسيون مسوولينو تېره ورځ ويلي وو چې له دې وروسته د ولسي جرګې هېڅ نوماند د کمپاین حق نه لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

دغه راز یې له کانديدانو غوښتي چې د سکوت په دوره کې په رسنيو او هغو مراسمو کې چې کمپايني بڼه ولري، ګډون ونه کړي او هم يې له رسنيو غوښتي وو چې د سکوت په دوره کې نوماندان د کارپوه يا مېلمه په ډول دعوت نه کړي.

خو له دې خبرداري سره سره، يو شمېر کانديدان په خپلو فېسبوک پاڼو او رسنيو کې راښکاره شوي دي.

حميده وردګ چې د ميدان وردګو له ولايته د ولسي جرګو ټاکنو ته کانديده ده، نن سهار نږدې ٩ بجې له خپلې فېسبوک پاڼې په ويډيو لايف کې راښکاره شوه او په کې یې د ميدان وردګو له خلکو مننه وکړه چې دې ته يې کمپاين کړى او په ټاکنيزو منډو ترړو کې يې ورسره همکاري کړې ده.

نوموړې په دغه څه باندې ٩ دقيقه يي کنفرانس کې سره له دې چې وايي: “زه د خپل ځان لپاره کمپاين نه کوم، زه سره له دې چې قوانينو ته احترام لرم، غواړم د خپلو ټاکنيزو مبارزو نتايج وړاندې کړم”، خو په عام ډول يې خلک او په ځانګړي ډول ځوانان هڅولي چې رښتينو کسانو ته رايه ورکړي.

هغې ويلي، د خلکو پيسو، شتمنۍ او زور ته ونه ګوري، بلکې هغه چا ته رایه ورکړي، که لږ تر لږه کوم کار نه شي کولاى، دې خاورې او خلکو ته خيانت وکړي.

دې زياته کړې، سره له دې چې د ميدان وردګو په ځينو سيمو کې جګړه روانه ده، خو ځوانان دې نه پرېږدي چې له دغو ناخوالو خلک د خپل ځان په ګټه ناوړه استفاده وکړي.

د نوموړې په وينا، افغانستان عمومي بدلون ته اړتيا لري او دغه بدلون له خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو پرته بل څوک نه شي راوستلى او ښه وخت يې همدا پارلماني ټاکنې دي.

د يادې مېرمنې څرګندونو ته ځينو تبصره کوونکو هرکلى ويلى، خو ځينو يې دغه کار ناقانونه بللى دى.

احمد رفېع نادري ورته ليکلي: “اغلې مېرمنې! تاسو د قانون جوړونې جرګې ته د تللو اراده لرئ، خو همدا اوس تاسو د قانون خلاف عمل کوئ.”

حميدې وردګ دغه راز په خپلې فېسبوک پاڼه کې نن سهار د هلمند ولایت یوې نوماندې (شګوفه نورزۍ) ته هم کمپاين کړى چې خلک ورته رايه ورکړي.

همدا راز له کابل څخه ولسي جرګې ته کانديد فضل من الله ممتاز هم نن سهار د يوه خصوصي ټلوېزیون (مشعل) سهارنۍ خپرونه کې راښکاره شوى او په کې يې د ټاکنو د قانون په اړه خبرې کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.