دوهم تعقيب، کندهار (پژواک، ٢٦ تله ٩٧): د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او د دغه ولایت د ملي امنيت رييس نن په وسله وال بريد کې وژل شوي دي.
دا پېښه نن (د تلې ٢٦مه) له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې د ناټو د قوماندان جنرال مېلر تر کنفرانس وروسته رامنځته شوې ده.
په ټولنيزو چارو کې د کندهار د والي مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل وژل شوي او ويل کېږي چې والي توريالى ويسا ټپي دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې بيا پژواک اژانس وويل، دغه پېښه د ولايت له مقام سره نږدې د هغو ډزو له امله چې ښايي د يوه سرحدي پوليس له خوا او يا هم له يوه مارکېټ څخه شوې دي رامنځته شوې ده.
دې سرچينې هم تاييد کړه چې په دې پېښه کې د کندهار امنيه قوماندان ژوند له لاسه ورکړى دى.
يوه بله سرچينه بيا وايي چې په دې پېښه کې د کندهار والي توريالى ويسا او د هغه وياند عزيزاحمد عزيزي ټپيان دي.
د پژواک خبريال بشير نادم وايي چې د ولايت په مقام کې امنيتي غونډه وه، د ناټو قوماندان، د کندهار والي، د قول اردو قوماندان، د کندهار امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس په کې ګډون کړى و.
هغه زیاتوي: ((کله چې غونډه ختمه شوه، ځينو مسوولينو په ولاړه رسنيو ته خبري کليپونه ورکول چې خبرې خلاصې شوې، نو خبريالان يوې خوا ته روان شول او چارواکي د حرامسراى خوا ته روان شول، چې په همدې وخت کې ناڅاپه د ډزو غږونه شول. له همدې سره حالات ګډوډ شول او هر چا هرې خوا ته منډې وهلې."
نادم له مخکې ویلي وو چې له غونډې وروسته د ناټو قوماندان د کنفرانس له خونې ووت او د چورلکې لوري ته روان و چې ډزې پيل شوې.
دى وايي: ((موږ هم له نورو چارواکو سره هلته بند پاتې شوي يو، څوک نه پرېږدي چې بهر ووځي، ويل کېږي چې د سرحدي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.))
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ملي ټلوېزون کمره مين سليم هم وژل شوى دى.
په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت وياند د تلې په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې جنرال مېلر له سيمې خوندي وتلى او هغه ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن