کابل (پژواک،٢٧تله ٩٧): ولسمشرمحمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنیتي وضعیت وارزاوه.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني په کندهار کې د پرونۍ پېښې له امله د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته تسلیت ووایه .
سرچينه زياتوي چې همدارنګه ولسمشر د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ولسمشر غني د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ټینګو امنیتي تدابیرو د قدردانۍ ترڅنګ د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې او د وسله والو مخالفينو د ځپلو په برخه کې د دوی اتلولۍ وستایلې.
د يادونې ده چې تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول.
تېره شپه ولسمشر غني د کندهار حالت د کنټرول لپاره د ملي امنيت د لوى رييس په مشرۍ يو لوړرتبه امنيتي پلاوى او د کومانډو ځواکونه دغه ولايت ته ولېږل. ولسمشر په خپل پيغام کې وويل چې د کندهار ولايت حالات تر ارزونې لاندې دي او د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې يې د کندهار د وضعيت د سمون لپاره لازمې سپارښتنې کړې دي.
ولسمشر په داسې حال کې د هېواد امنيتي وضعيت اروزي چې ټاکل شوې سبا( د تلې په ٢٨مه) په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن