ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اوونۍ لپاره وځنډېدې

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اوونۍ لپاره وځنډېدې

author avatar
19 Oct 2018 - 13:13
په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اوونۍ لپاره وځنډېدې
author avatar
19 Oct 2018 - 13:13

کابل (پژواک، ٢٧تله٩٧): د ولسمشر غني وياند وايي چې په کندهار ولايت کې د ولسي جرکې ټاکنې د يوې اوونۍ لپاره وځنډېدې.

د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د کندهار خلکو په غوښتنه او د ټاکنو کمېسيون په وړانديز د ملي امنيت شورا په يوه فوق العاده غونډه کې پېکړه وشوه چې په دغه ولايت کې دې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اوونۍ په ځنډ سره تر سره شي  

هغه په دې اړه نور جزييات نه دي په ډاګه کړي .

دغه راز د ټاکنو کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي هم پژواک ته وويل چې دغه تصميم د کندهار پېښې د قربانيانو د احترام په خاطر نيول شوى او په دغه ولايت کې به يوه اوونۍ وروسته د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي. 

 دغه پرېګړه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې سبا(د تلې په ٢٨مه) هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول چې

وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت ومانه .

 تېره شپه ولسمشر غني د کندهار حالت د کنټرول لپاره د ملي امنيت د لوى رئيس په مشرۍ يو لوړرتبه امنيتي پلاوى او د کومانډو ځواکونه دغه ولايت ته ولېږل. ولسمشر په خپل پيغام کې وويل چې د کندهار ولايت حالات تر ارزونې لاندې دي او د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې يې د کندهار د وضعيت د سمون لپاره لازمې سپارښتنې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.