ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: په شرایطو برابر ټول افغانان دې په ټاکنو کې برخه واخلي

یوناما: په شرایطو برابر ټول افغانان دې په ټاکنو کې برخه واخلي

author avatar
19 Oct 2018 - 15:24
یوناما: په شرایطو برابر ټول افغانان دې په ټاکنو کې برخه واخلي
author avatar
19 Oct 2018 - 15:24

کابل (پژواک،٢٧تله ٩٧): یوناما وايي چې په شرایطو برابر ټول افغانان دې د سبا ورځې د (تلې ٢٨مه ) په ټاکنو کې برخه واخلي او د رایې ورکولو خپل قانوني حق دې ادا کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د طالبانو له خوا د وروستۍ اعلامیې پر خپرولو ژوره اندېښنه څرګندوي، په تېره بیا هغه چې ویلي یې دي هغه ښوونځي به په نښه کړي چې د رایې ورکولو د مرکزونو په توګه کارول کیږي.

د يوناما له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ټاکنې ملکي چارې دي او هغه ښوونځي چې د رایې ورکولو د مرکزونو په توګه کارول کیږي، پوځي موخه نه شي کېدای.

سرچينې زياته کړې، همدارنګه هغه ملکي وګړي چې په ټاکنیزو مرکزونو کې کار کوي او د ټاکنو لپاره ورځي، تر هیڅ ډول شرایطو لاندې پوځي هدف نه شي بلل کېدلی، ځکه چې ملکیان درایو په محلونو کې خپل ملکي توب له لاسه نه ورکوي. نړیوال بشردوستانه قوانین په روښانه توګه پرملکیانو بریدونه، ګواښونه او هغه تاوتریخوالی چې ملکي وګړي ووېروي، منع کوي.

یوناما طالبان هڅوي چې ملکي وګړو ته احترام وکړي او هغوی خوندي کړي، نه دا چې هغوی وګواښي او په ټاکنو کې د خپل قانوني حق د کارونې لپاره یې پر وړاندې په تاوتریخوالي لاس پورې کړي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی د ټاکنو په درشل کې د تاوتریخوالي له کچې څخه، چې له امله یې ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ خواشینی دی.

یوناما بیاځلې ټینګار کوي چې د رایې ورکولو د مرکزونو او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه چې په ټاکنیز بهیر کې برخه اخلي،له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او د داشان جرمونو تر سره کوونکي باید محکمې ته را کش کړل شي.

ټاکل شوې سبا د ( تلې په ٢٨مه ) په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي .

وسله والو طالبانو د ټاکنو پروسې د ګډوډولو په موخه له مخکې اخطار ورکړى او له خلکو يې غوښتي چې په دغه پروسه کې برخه وانخلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.