کندهار ښار (پژواک ، ٢٧تله ٩٧): د کندهار د والي مرستيال وايي چې د والي زلمي ويسا د مړينې په اړه خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري او د هغه روغتيايي وضعيت ښه دى.
دا په داسې حال کې دى چې يو شمېر رسنيو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو د کندهار د والي زلمي ويسا د مړيې په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول.
د کندهار د والي مرستيال حاجي اغا لالي دستګیري د تلې په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې د زلمي ويسا د مړينې په اړه خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري او هغه ردوي .
ده زياته کړه چې والي زلمى ويسا په روغتون کې دى او روغتيايي حالت يې ښه دى .
بله خوا د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم د ويسا د مړينې خبرونه رد کړي دي.
دغه اداره وايي چې د کندهار د والي عمليات په برياليتوب سره پای ته رسېدلي، ژوندی دی او دا مهال يې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دی .
د يادونې ده چې تېره شپه ولسمشر غني د کندهار حالت د کنټرول لپاره د ملي امنيت د لوى رئيس په مشرۍ يو لوړرتبه امنيتي پلاوى او د کومانډو ځواکونه دغه ولايت ته ولېږل. ولسمشر په خپل پيغام کې وويل چې د کندهار ولايت حالات تر ارزونې لاندې دي او د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې يې د کندهار د وضعيت د سمون لپاره لازمې سپارښتنې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن