د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې ناپېژاندو کسانو يو جومات سوځولى

په ننګرهار کې ناپېژاندو کسانو يو جومات سوځولى

Oct 19, 2018 - 12:21

کابل (پژواک،٢٧تله ٩٧): د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو يو جومات په بشپړه توګه سوځولى دى .   

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼى وايي چې دغه جومات د دور بابا د سور کنډو په سمه کې سوځېدل دى .

هغه زياتوي چې ياده سيمه له نازيانو ولسوالۍ سره نږدې پرته ده، چېرته چې د داعش ډله وخت ناوخته وسله وال بريدونه کوي .

ده زياته کړه چې د ياد جومات د سوځېدو پرمهال قران شريفونه هم سوځېدلي دي.  

 د يادونې ده چې تر دې وړاندې په روداتو ولسوالۍ کې په جومات کې چاودنې لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د يوبل خبرله مخې، تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د نيمروز په چخانسور ولسوالۍ کې يو ملاامام پر ډزو وژلى دى .

 د چخانسور ولسوال حبیب الله اسد پژواک ته وويل چې ملا امام رحيم کاشاني هغه مهال تېره شپه ووژل شو چې د ماخوستن له لمانځه وروسته کور ته روان و.

ده زياته کړه چې بريد کوونکي تښتېدلي ، د نيولو هڅې يې روانې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement