ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو د کندهار د پرونۍ پېښې په تړاو درې تنه نيولي

پوليسو د کندهار د پرونۍ پېښې په تړاو درې تنه نيولي

author avatar
19 Oct 2018 - 15:40
پوليسو د کندهار د پرونۍ پېښې په تړاو درې تنه نيولي
author avatar
19 Oct 2018 - 15:40

 

 کابل(پژواک، ۲۷تله ۹۷): د کورنيو چارو وزارت  د کندهار د پرونۍ پېښې په تړاو د درې تنو د نيولو خبر  ورکړ.

 تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول. 

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو د کندهار د پرونۍ پېښې په تړاو درې تنه نيولي دي .

 هغه د نيول شويو کسانو دهويت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې له نيول شويو کسانو څېړنې روانې دي  او ډېر ژر به په دې اړه له خلکو او رسنيو سره جزييات شريک شي .

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.