کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۷): د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، د رايې ورکولو په ډېرو مرکزونو کې له رايې ورکوونکو د څارونکو شمېر ډېر دی چې د رايې ورکولو بهير يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.
په ولسي جرګه کې د کابل ولايت د ۳۳ څوکيو لپاره ۸۰۴ کسانو نومليکنه کړې چې ويل کېږي هر نوماند د رايې ورکولو په مرکزونو کې د څار لپاره يو – يو څارونکى ګومارلی دى.
د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه شمېر د څارونکو شتون د ګڼې ګوڼې پر جوړېدو سربېره د رايې ورکولو بهير له خنډ سره مخ کړى دى.
د کابل ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد زمان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ګڼه ګوڼه بېخې ډېره ده، له درې ساعته تېرېدو وروسته وتوانېدم د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړم.))
د نوموړي په وينا، د رايې ورکولو په مرکزونو کې تر ډېره ګڼه ګوڼه د نوماندانو ناظرانو جوړه کړې ده، تر دې چې له رايې ورکوونکو د څارونکو شمېر ډېر دی.
دى زياتوي، که د نوماندانو ناظرين د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو ته موکې ورکړي؛ نو د وخت د نه ضايع کېدو تر څنګ به د رايې اچونې بهير اسانه شي.
زينت محمدي د کابل ولايت يوه بله رايه ورکوونکې ده چې د ناظرانو د شمېر له ډېروالي شکايت لري.
نوموړې چې د ديارلسمې ناحيې د"سيدالشهدا لېسه" کې يې رايه کاروله، پژواک اژانس ته وويل، د رايې ورکولو په ډېرو مرکزونو کې د کار ځنډېدو يو لامل د ناظرانو د شمېر ډېروالی دی.
محمدي هيله وکړه چې څارونکي بايد د رایې اچولو په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي او خلکو ته موکه ورکړي چې په اسانۍ خپله رايه وکاروي.
د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکي عبدالقدير پکتين بيا يادونه کوي چې د څارونکو د ډېروالي له امله په کابو ډېرو رايې مرکزونو کې د رايې ورکولو بهير وروسته پيل شو.
د کابل د خوشحال خان مېنې اوسېدونکي محمد ثواب پژواک ته وويل: ((ناظرانو د رايو په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې او ما په خپله وليدل چې ځينو يې د رايې ورکوونکو مزاحمتونه کول.))
د نوموړي په خبره، ځيني څارونکي له خلکو هيله کوي چې د خوښې کانديد ته يې رايه ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن