ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار پېښې اصلي طراحان دوه تنه وو چې يو يې له کورنۍ سره پاکستان ته تښتېدلی”

“د کندهار پېښې اصلي طراحان دوه تنه وو چې يو يې له کورنۍ سره پاکستان ته تښتېدلی”

author avatar
20 Oct 2018 - 19:39
“د کندهار پېښې اصلي طراحان دوه تنه وو چې يو يې له کورنۍ سره پاکستان ته تښتېدلی”
author avatar
20 Oct 2018 - 19:39

کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۷): په ټولنیزو چارو کې د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري وايي، د کندهار د خونړي برید اصلي طراح له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی دی.

دغه برید چې وړمه ورځ د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې د والي د یوه ساتونکي له خوا وشو، په ترڅ کې یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو تلوېزیون کامره مين سلیم انګار ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.

حاجي اغا لالي دستګیري د تلې په ٢٨مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دغه برید اصلي طراحان دوه تنه وو او د کندهار د والي په ګارډ کې يې دنده لرله چې برید کوونکی کس له پېښې وروسته ځای پر ځای ووژل شو او بل کس يې تښتېدلى.

ده زیاته کړه، هغه معلومات چې د دغې پېښې د څېړنو او پلټنو په پایله کې په لاس راغلي، ښيي چې د دغه خونړي برید اصلي طراح بصیر احمد نومېږي او د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی دی چې د والي په ګارډ کې يې دنده لرله.

دی وايي، دغه کس لس یا پنځلس ورځې مخکې خپله کورنۍ پاکستان ته لېږدولې او په خپله هم په هماغه ورځ په ولایت مقام کې له غونډې نیم ساعت مخکې تښتېدلی دی.

دستګیري وویل: ((بصیر احمد نومي کس چې د والي د ساتونکي په توګه یې دنده تر سره کوله، شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې برید کوونکی کس چې نوم یې ګلبدین ښوول شوی، په خپل اعتبار چې ګواکې د خور زوی یې دی راوستلی او د والي د ساتونکي په توګه یې په دنده ګومارلی و.))

د ده په خبره، په دغه موده کې برید کوونکي کس دومره باور خپل کړی و چې ان د والي د دفتر د وروستۍ دروازې د پیره دار په توګه یې دنده تر سره کوله.

نوموړي زیاته کړه، بصیر احمد نومی کس د پنجشنبې په ورځ په ولایت مقام کې د غونډې له پيل کېدو نیم ساعت مخکې په دې بهانه اجازه اخیستې او تللی چې ګواکې په کور کې سخته ناروغي لري.

لالى وايي، تر لاسه شوي معلومات ښيي چې نوموړي هماغه مهال د طالبانو ساحې ته ځان رسولی او وروسته پاکستان ته تښتېدلی دی.

د ده په وینا، د کندهار د خونړي برید طراحان همدا دوه تنه دي چې یو تښتېدلی او بل له برید وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د هغه په وينا، د غونډې له پای ته رسېدو وروسته والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس او نور چارواکي د ولایت مقام په شاتنۍ برخه کې چورلکې ته انتظار وو او د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر یې رخصتاوه چې دغه کس د انارو کارتنونه راوړي او هم مهاله یې لومړی پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق  او بیا نورو ډزې کړې دي.

د انارو کارتنونه د ناټو قوماندان ته د سوغات په توګه ورکول کېدل.

د معلوماتو له مخې، امنیه قوماندان یوه مرمۍ پر زړه، بله پر خېټه او دوه مرمۍ په پښه کې خوړلې وې چې میرویس روغتون ته په رسېدو یې ساه ورکړه.

دستګیري وايي، د کندهار د ملي راډیو تلوېزیون خبریال سلیم انګار له برید سره سم په خالي لاس پر برید کوونکي حمله کړې چې دی هم په ډزو لګېږي او ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکوي.

ده وویل، په دې توګه سلیم انګار د والي په ګډون د ډېرو کسانو ژوند ژغورلی دی، چې ورسره دلته موجودو سرتېرو پر برید کوونکي ډزې وکړې او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

دی وايي، په دې برید کې ټول دریو تنو (د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل، کامره مېن سلیم انګار) ژوند له لاسه ورکړ او والي زلمی ویسا، ویاند يې عزیز احمد عزیزي، د ۴۰۴ میوند زون قوماندان جنرال نبي الهام او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود ټپيان شول.

نوموړي یادونه وکړه چې په دې برید کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو درې بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.

د والي مرستيال وايي : ((داسې ښکاري چې هغوی د دغسې یوه فرصت په انتظار وو چې ټول چارواکي یو ځای وي او برید وکړي، ځکه امنیه قوماندان به ډېر مهال یوازې ولایت ته راته او له والي سره به یې تر ډېر وخت پر اړوندو مسایلو مجلس کاوه.))

ده وویل، له دغه برید سره په تړاو د کندهار د والي د ګارډ د مسوول مولاداد په ګډون درې تنه ساتونکي نیول شوي او د ډېرو پلټنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

لالي چې نن د کندهار د والي زلمي ویسا پوښتنې ته هم ورغلی و، وویل د هغه روغتیايي وضعیت ښه دی، یو عملیات یې پاتې دی او ښايي تر راتلونکو لسو ورځو له روغتون څخه رخصت شي.

له دغې پېښې وروسته د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه دستګیري وویل چې د امنیتي چارو د سمبالښت لپاره د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی په کندهار کې دی او دغه راز د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د قوماندانۍ سرپرستي په غاړه لري.

دی وايي، د کندهار مخورو او مشرانو له معصوم ستانکزي وغوښتل چې د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان د هغه ځایناستی وټاکي، ښايي مرکزي چارواکي په دې اړه په مشورو بوخت وي خو لا تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان نه دی شوی.

دستګیري خبر ورکړ چې ټاکل شوې ده ولسمشر سبا کندهار ته سفر وکړي څو د امنیه قوماندان او نورو په فاتحه کې ګډون وکړي او د پېښې د ټپيانو پوښتنه وکړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.