ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یکشنبې په ورځ د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون په ۴۰۱ مرکزونو ټاکنې ترسره کیږي

د یکشنبې په ورځ د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون په ۴۰۱ مرکزونو ټاکنې ترسره کیږي

author avatar
20 Oct 2018 - 23:30
د یکشنبې په ورځ د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون په ۴۰۱ مرکزونو ټاکنې ترسره کیږي
author avatar
20 Oct 2018 - 23:30

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۷) : د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې نن په ټول هیواد کې ۴۵۰۰ د رایو مرکزونه خلاص  او ۴۱۰ نور د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله وو.

له غزني او کندهار پرته نن په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن د شپې ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې ځینې امنیتي او تخنیکي ستونزې وې، خو په پراخه کچه خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې ددوی د لومړنیو راپورونو له مخې په ټول هیواد کې څه د پاسه درې میلیونه خلکو رای وکارولې.

د صیاد په وینا، تر ټولو زیاتې رای په کابل کې وکارول شوې، چې تر یو میلیون زیاتو خلکو د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړه.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل، چې تر ټولو کمې رای په اروزګان ولایت کې ورکړل شوې، هلته ۵۹۱۹ کسانو خپلو کاندیدانو ته رای ورکړې.

صیاد وایي، چې تر کابل وروسته په هرات، پکتیا، ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې ډیرې رای کارول شوې  دی.

هغه  زیاته کړه، چې په جوزجان ولایت کې د ښځو فیصده زیاته هلته، ۵۳ سلنه ښځو رایه کاروله، ورپسې په سمنګان او بدخشان کې ډیرو ښځو رای ورکړې دي.

د نوموړي په وینا، په زابل کې تر ټولو کمه ۹ سلنه ښځو رایه ورکړې ده.

صیاد وویل، چې د ټاکنو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې ډیرو خلکو رای ورکړې دي.

د ټآکنو د کمیسیون هغه اوازې رد کړې، چې په ځینو سیمو کې د زورواکو لخوا صندوقونه ډک کړل شوي دي او ویې ويل چې د بایو میټریک سیسټم سره دا کار ناشونی دی.

هغه وویل، چې د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون په ټول هیواد کې د امنیتي، مدیریتي او تخنیکي ستونزو له امله ۴۰۱ مرکزونه تړل شوي وو، چې سبا هلته ټاکنې ترسره کیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.